Medical Topics

Medical Topics For medical informations kindly like and follow this page.

❤ 17 May is World Hypertension Day, hypertension = high blood pressure.High blood pressure is common and can be serious ...
17/05/2024

❤ 17 May is World Hypertension Day, hypertension = high blood pressure.

High blood pressure is common and can be serious if not treated. Here’s how you can reduce your risk 👇🏼

🏃🏾 Be physically active
🍓 Eat more fruits and vegetables
🚭 Avoid to***co and alcohol
💊 Take medicines as prescribed.

      Keyomars Azarian
08/03/2024





Keyomars Azarian

HTN
29/10/2023

HTN

07/02/2023
دزړه ټـــکــان یا رپـیـدل  PALPITATIONSد زړه ټکان یو ډیر عام او ځینې وختونه یو ویروونکی شکایت یا عرض دی چې ناروغ د خپل ز...
25/08/2022

دزړه ټـــکــان یا رپـیـدل PALPITATIONS

د زړه ټکان یو ډیر عام او ځینې وختونه یو ویروونکی شکایت یا عرض دی چې ناروغ د خپل زړه ضربان د یو تېز او کله ورو، قوي, منظم او کله کله غیر منظم ضربان په ډول حس کوي. نوموړی عرض کله دوامدار او کله هم د کم وخت لپاره پیداکیږي او د ناروغ د تشویش سبب کیږي. ددې ترڅنګ د زړه ټکان ځینې وختونه د ساه د تنګیدو او د سینې او چپ لاس له درد سره یوځای وي.

د زړه د ټکان شاوخوا 54% سلنه ناروغان چې د زړه ټکان یې د زړه د ناروغیو له امله وي د رواني ناوغیو په تشخیص تداوي کیږي او اصل علت پکې پټ پاتې کیږي. او دا ترټولو د اندیښنې وړ خبره ده چې باید ناروغ او ډاکتر دواړه ورته پام وکړي.

د زړه د ټکــان عوامل یا اسباب (Etiology):
``````````````````````````````````````````````````````` دزړه او رګونو ناروغۍ (۴۳%)

ـ رواني ناروغۍ (۳۱%)

ـ نور علتونه (۱۰%)، لکه دتایراید غدې ناروغۍ، دواګانې او ایتانول الکول، فیوکرومو سایټوما او د وینې کمښت

ـ نامعلوم علت (۱۶%)

د تشخیص او علت معلومولو په منظور د تاریخچې آخیستلو او فزیکي معاینې برسیره یو لړ نور معاینات هم ترسره کیږي. لکه دزړه برقي ګراف، ایکوکارډیوګرافي، TFTs، RFTs, CBC، د وینې ګلوکوز، د وینې غوړ او یو شمیر نور معاینات.

او د تشخیص څخه وروسته د هماغه پیداشوي علت درملنه صورت نیسي.

دیادولو وړ ده چې د زړه د ټکان درلودل باید ډیر مهم وګڼل شي او زرترزره ډاکتر ته مراجعه وشي.

دټکان پروخت له لاندې مانورو کار آخیستل د ټکان په له منځه وړلو کې ډیره مرسته کوي:

ـ اوله مانوره د غوږ لاندې د غاړې د ښي او بیا د چپې خوا مښل یا مساج:
پدې مانورې کارولو سره د غاړې په برخه کې د کاروټید شریان په امتداد پراته د لسم عصب یا واګوس الیاف تنبه کیږي او د زړه ټکان له منځه ځي. په دې مانوره کې باید دواړه خواوې په یو وار ونه موښل شي ځکه چې دماغو ته دوینې جریان بندیږي او نورې ستونزې رامنځته کوي. لومړی ښۍ خوا د لسو یا شلو ثانیو لپاره موښل کیږي که ټکان ورک نه شو نو بیا چپه خوا په همدې ترتیب موښل کیږي.

دوهمه مانوره مخ ته د یخو شیندل او په عین وخت کې د تنفس بندول دي چې پدې سره هم د زړه ټکان له منځه ځي.

ـ دریمه مانوره سرته د دواړو زنګنونو ترمنځ موقعیت ورکول او 10 سي سي syringe سیرینج ته د 15 ثانیو لپاره پوکی کول دي او ددې په تعقیب ناروغ ته سمدستي د ملاستي وضعیت ورکول کیږي او پښې یې د 15 ثانیو لپاره پورته نیول کیږي.
کاپي

24/08/2022
24/08/2022
Blood circulation
21/08/2022

Blood circulation

Please like, follow and share our page.
11/08/2022

Please like, follow and share our page.

25/07/2022

WBC Countد سپینو حجراتو شمیرنه

سپین حجرات د وینی عمده برخه تشکیلوی د اندازی له نظره د سرو حجراتو څخه غټی او د تعداد له نظره کم دی چی نوموړی حجرات بدن له ډیرو ناروغیو څخه ساتی چی په ځینو ناروغیو کی یی تعداد لوړیږی او ځینو کی کمیږی چی لوړیدو ته یی Leukocytosisاو کمیدو ته ییLeukopenia ویل کیږی.
Formola N×10×20÷4×200
Normal Rangeنارمل اندازه
Male 4000-11000/mm ³
Famle-4000-11000/
Child 4000-5000/mm³
New born7000-2000/mm³
لاندی حالاتو کی TLCلوړیږی.
1-Appendicitis
2-Bacterial infection
3-inflamation
4-Leukemia
5-Acute Hemorrhage
6-Pregnancy
7-New Born
لاندی حالاتو کیTLCکمیږی.
1-TB
2-Malaria
3-Typhiod
4-AIDS
5-Acute viral infection
6-chemotheraphy
7-Radio theraphy
8-Folate Deficiency-vit B9

Procedure of TLC count
WBC solution:380micro liter
Blood:20micro liter
Wait:5min
Formola:N.20.10=200/4
N=50

Platelets Countد دمویه صفحاتو شمیرل
دمویه صفحات د وینی واړه حجرات دی چی هسته نلری نوموړی حجرات د وینی په دوران کی د نورو ذراتو پشان دوران کوی او د وینی په لخته کیدو کی مهم رول لری غیر منظم شکل لری چی د نارمل اندازی څخه لوړ شی ورته Thrombocytosisاو چی کم شی ورتهThrimbocytopeniaویل کیږی.

مويه صفحات ستورى په شان وى
په نارمل ډول حالت ک په درى حالتوکى Thrombocytosis پيداکيږى
1 په ارتفاعاتوکى اوسيدل
2 زيات تمرين کول
3 دژمى په موسم کى
Plateletوظيفه
په بدن کى دخونريزى مخنيوى کوى
لاندی حالاتو کی دPLTsاندازه لوړیږی.

1-Polycythemia
2-Acute blood loss
3-Chronic Leukemia
4-Spleenectomy
5-Acute infection
6-Trauma
لاندی حالاتو کی د PLTsاندازه کمیږی.
1-Chronic Lymphocyte leukemia
2-Diphtheria
3-Kideny Diasease
4-Allergic Condition
5-Aplastic Anemia
6-Dengue Fever
7-Echemosis
8-Idiopathic thrombocytopenia purpara

Normal Rangeنارمل اندازه
150000-450000

Procedure of PLTs Count
Platelets solution:380micro liter
Blood:20micro liter
Wait:15min
Formola:N.20.10.5=N.1000
MT Khalid haidari

17/07/2022

خرابه تغذیه یا Malnutrition :
د نړیوال صحي سازمان له نظره په سوء تغذي کې د انرژي او مغذي موادو په اخستلو کې د توازن کمښت موجود وي. سوءتغذي په دواړو Under nutrition او Over nutrition باندې دلالت کوي. په undernutrition کې د کافي غذا نشتوالی، ماشومانو ته نه پاملرنه او په افراطي ډول د غذايي موادو ضایعات موجود وي. په overnutrition کې د وزن زیاتوالی او چاغي موجود وي چې د غذايي موادو د زیات والي او یا پتولوژیک حالاتو کې منځ ته راځي. او په پرکتس کې سوء تغذي اصطلاح او protein energy malnutrition (PEM) د undernutrion لپاره استعمالېږي.
د undernutrition بقایا:
د ۵ کالو نه کم عمره ماشومانو کې د انتان او ۳۵ فیصده د مرګ خطر موجود وي. په کهولت کې لنډ قد لري، کم وزنه وي، له مکتب سره يې علاقه کمه، پوهه او درک يې کم وي، تولیدي وړتیا يې کمه وي. د ښځو ماشومان کم او کم وزنه وي، (LBW) د undernutrition ماشومانو په کهولت کې د شکر ناروغۍ، لوړ فشار او د شحمي تشوشاتو خطر موجود وي.
انډرنوتریشن درې سب ګروپونه لري.
Under weight
وزن يې نظر په عمر کم وي low-weight for age
وزن يې د منفي ۲ ستندرد دویشن (منفی 2SD) نه کم وي.
Stunting
قد يې نظر په عمر کم وي low-height for age مزمن undernutrition ده چې قد يې د منفي 2SD نه کم وي.
Wasting
وزن يې نظر قد ته کم وي د منفي 2SD نه کم وي، ماشوم ډنګر ښکاري او په حاد undernutrition باندې دلالت کوي.
Moderate under weight
د منفي 2SD نه تر منفي 3SD پورې او شدید حالت يې د منفي 3SD نه کم وي.
Moderate stunting
د منفي 2SD نه تر منفي 3SD او شدید شکل يې د منفي 3SD نه کم وي.
Wasting
متوسط حالت يې د منفي 2SD نه تر منفي 3SD او شدید حالت يې د منفي 3SD نه کم وي.
د undernutrition کلینیکي سندرومونه لکه Marasmus , kwashiorkor او Marasmic kwashiorkor چې په متوسط او شدید سوءتغذي کې راځي او په یو بل تقسیماتو کې Sever acut malnutrition (SAM) راځي چې په دې کې وزن په قد د منفي 3SD نه کم وي. په دواړه پښو کې پړسوب موجود وي. او د ۶ میاشتو نه پورته ماشومانو کې د پورتني بازو متوسطې برخې محیط (MUAC) د ۱۱،۵ سانتي مترو نه کم وي.
غیر اختلاطي SAM په کور کې تداوي کېږي چې کورنۍ غذا او RUTF ورکول کېږي. او اختلاطي SAM چې په کې شدیده ادیما، بې اشتهايې، طبي اختلاطات، او يا ۱-۲ خطرناک علایم لکه د شدید سینه بغل، اسهال او د شیدو خوړلو پرابلم موجود وي نو په دې صورت کې ناروغ په روغتون کې بستر کېږي

کاپي داکتر شمس له وال څخه

12/07/2022
Oral Drug for D.M
12/07/2022

Oral Drug for D.M

Drug used in ICU.
14/10/2021

Drug used in ICU.

Vomiting, along with nausea, is a symptom of an underlying disease rather than a specific illness itself. Emesis is the ...
25/12/2020

Vomiting, along with nausea, is a symptom of an underlying disease rather than a specific illness itself. Emesis is the medical term for vomiting. Vomiting is the forcible emptying of the stomach in which the stomach has to overcome the pressures that are normally in place to keep food and secretions within the stomach. Causes of vomiting are varied and include food-borne illnesses (food poisoning), infections, problems with the brain and central nervous system, and systemic (body-wide) diseases. Some illnesses will cause nausea and vomiting, even though there is no direct involvement of the stomach or gastrointestinal tract. Examples can include pneumonia, heart attack, and sepsis. Vomiting may be a side effect of medications, including drugs used in cancer chemotherapy, as well as a side effect of radiation

How to help someone
18/12/2020

How to help someone

Address

Rajshahi Division

Telephone

+93749879544

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Topics posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Medical Topics:

Share

Nearby health & beauty businesses