Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib For medical and Islamic information you can like my page and support me
please follow us

17/01/2025

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
موضوع: سیرومونه
نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات

۱. سیریوم رینګر Ringer
ترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دی
استعمال:
اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپوتاشیم کموالی،تغذیه
اختیاط او پاملرنه:
که چیرته دمحلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي.
د سودیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي.
د ۲-۲۵ سانتی ګرید کې باید وساتل شې.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۲.سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate:
ترکیب:
کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید،سودیم لاکتیت،سودیم کلوراید
استعمال:
دمایعاتو کموالی،مخکې او وروسته دعملیات څخه،اسهال،استفراق،زړه بدوالی،اسیدوز او سوخته ګۍ،دګلوکوز دسویې دلوړوالې له کبله شاک،کوشنګ سندروم او دکورتیکوستیراید د دوز په لوړوالې کې استعمالیږي.
نه استعمال:
لوړ فشار،پښتورګو،جګر او دزړه د وظیفو خرابوالی.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۳-سیریوم نارمل سالین Normal saline:
ترکیب:
سودیم کلوراید%۰،۹
استعمال:
دزخمونو وینځل او سوختګی، ټیټ فشار،خونریزی
نه استعمال:
لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۴-دکستروز یا ګلوکوز %5
استعمال:
دانرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې دخولې له لاري خوراک نشې کولی،هایپرتونیک ډیهایدریشن،هایپوګلایسیمیا،ملا درد او لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۵-دکستروز یا ګلوکوز%10
استعمال:
انرژی برابرول،هایپو ګلایسیمیا،دپښتورګو عدم کفایه،دپوتاشیم او انسولین مسمومیت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۶-دکستروز یا ګلوکوز%20 یا له هغه پورته
استعمال:
هایپوګلایسیمیک شاک،د اوبو مسمومیت، عمومی عدم کفایه،زیړی
نه استعمال:
ټیټ فشار او داوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی.

۷-دکستروز سالین یا میکس
ترکیب:
دکستروز%۵ +سالین۰،۹%
استعمال:
ډیهایدریشن،مسمومیت او ګاستروانتریت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۸-دکستران۴۰
ترکیب:
دوینې پلازما
استعمال:
دپلازما کموالی،دخونریزی له امله شاک،سوختګی او عملیات.
نه استعمال:
دسږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۹-مانیتول%۲۰
استعمال:
ګلوکوما یا دسترګې داخلې فشار،فشار،داخل دکوپړۍ فشار،ادرار راوړونکی.
نه استعمال:
ډیهایدریشن،داخل جمجه خونریزی،هایپو ویلومیک شاک،CHF ،هایپوټینشن،هایپو کلیمیا،هایپو نایتریمیا.
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۱۰-امینوویل۶۰۰
استعمال:
دامینو اسیدونو او منرالونو کموالی،طاقت او وروسته او مخکې دعملیات څخه.
مستحضرات:
500ML,IV

۱۱-هیماسیل
ترکیب:
پولی جیلین
استعمال:
اسهال،خارښت ،ټیټ فشار او دمایعاتو کموالی
نه استعمال:
حساسیت
مستحضرات:
500ML,IV

۱۲-پینامین جی
استعمال:
طاقت،دعملیات وروسته،سوختګی او دمایعاتو کموالی
مستحضرات:
500ML,IV

هیله ده زموږ.حمایت وکړی
لایک او شعر مو له یاده ونه وځی..
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

د مور د شیدو د ډېرښت لپاره شپږ طبیعي لارې چارې! د نوي زېږېدلي ماشوم له پاره تر یوه کاله پورې د مور شیدې تر ټولو غوره تغذ...
09/06/2023

د مور د شیدو د ډېرښت لپاره شپږ طبیعي لارې چارې!

د نوي زېږېدلي ماشوم له پاره تر یوه کاله پورې د مور شیدې تر ټولو غوره تغذیه ده، خو داسې وختونه هم راځي، چې د مورشیدې د ماشوم د بشپړې تغذیې له پاره بسنه نه کوي، په داسې حالاتو کې د مور د شیدو د ډېرښت له پاره ځینې لارې چارې شتون لري، چې لاندې پرې رڼا اچوو .
د دې له پاره هره هڅه مو چې ماشوم د مور له شیدو څخه تغذیه وکړي، ارزښتمنه ده، ځکه چې د مور شیدې تر ټولو غوره خوړنیزه سر چینه ده، چې تاسو کولای شئ د خپل ماشوم د ژوند د لومړي کال په اوږدو کې یې ورکړئ . د مور شیدې د ماشوم ټولې تغذیوي اړتیاوې ور پوره کوي او د میکروبونو په وړاندې دفاعیه ځواک وړاندې کوي او دغه راز له ماشوم څخه د ستروالي پرمهال د مسمومیت، چاغښت او حساسیت په وړاندې ساتنه کوي. هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي، د ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د سینې او تخمدان په سرطان نه اخته کېږي، خو ځینې ښځې د خپلو شیدو د زېرمې د کچې په اړه له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي . د دې ستونزو تر ټولو عمده لامل د بشپړو خوړنیزو توکو نه شتون، د مایعاتو مصرف، ستړیا، لوړ رواني فشار، د ماشوم ډېره کمه تغذیه او یا د تغذیه کېدو لنډ مهال دی .
۱ ـــ د التهاب ضد یو بشپړ او سالم خوړنیز رژیم ( په ورځ کې شاوخوا ۲۵۰۰ کالوري )
۲ ـــ د ډېرو اوبو څکل . که چېرې تاسو د اوبو له کمښت سره مخ یاستئ، نو ستاسو بدن نه شي کولای، چې شیدې تولید کړي .
۳ ـــ د شپې له خوا ګټور او اغېزمن خوب، په هره کچه چې کولای شئ او یا د ورځې له مخې هغه مهال چرت وهل، چې ماشوم ویده وي .
۴ ـــ له کورنۍ او دوستانو څخه د کورنۍ دندو په ترسره کېدو د مرستې غوښتنه .
۵ ـــ تر ډېره د ماشوم تغذیه د مور په شیدو سره، که چېرې ماشوم زیات او د اوږدې مودې له پاره د مور تی وروي، نو د مور د شیدو د ډېرښت سبب ګرځي .
۶ ـــ د رواني فشار د راکمېدو تخنیکونه په منظم ډول تمرین کړئ، لکه : ژوره ساه ایستنه .

له توجو مو مننه...!!!
لایک او شعر مو له یاده ونه وځی...‼
Medical & Islamic Informaton with Dr.Muhibullah Muhib

د نړۍ مشهورو پوهانو پنځوس غوره ويناوى1- عاقل سړى لږ غږيږي ، او ډېر اورى (سقراط)2- د هغې مرغۍ په څير اوسه چې ېوه لحظه پر ...
08/06/2023

د نړۍ مشهورو پوهانو پنځوس غوره ويناوى

1- عاقل سړى لږ غږيږي ، او ډېر اورى (سقراط)

2- د هغې مرغۍ په څير اوسه چې ېوه لحظه پر کمزورى او خويې شاخچې کينې ، سندره وايې او احساس کوي چې شاخچه لړزيږي خو خپلي نغمۍ ته دوام ورکوى ، ځکه ډاډه يې چې وزر لرى. ( ويکتور هوګو)

3- په دنيا کې هيڅ شي اتفاقي نه وي.( ابن سينا)

4- بې مينى خلک هغه ړانده دي چې هيڅکله هم منزل ته نه رسيږي.(ژان ژاک روسو)
5- پاکه پوهه په نا پاکو زړونو کې ځاى نه نيسى.(سقراط)

6- کله چې بډايان جنګ پيلوى ، دا فقيران دي چې پکي مرى. ( ژان پل سارتر)

7- هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي. (ويکتور هوګو)

8- له نورو سره وخانده ، نه پر نورو.( ديل کارنګي)

9- که له چا کومه طمه ونلري ، ټول ستا دوستان دي. (رابندر نات ټاګور)

10- ښکلا د جنت يوه ډالۍ ده.( ميکلانژ )

11- څوک چې طالع ته ګوري له کلونو راهيسى مړ دي.( ارسطو )

12- د غوسى دوا خاموشي ده.( سقراط )

13- هر څوک د مينى وړ نه دي.( زيګموند فرويد)

14- يوازې ښه فکر کافي نه ده ، غوره دا ده چې د هغه نه کار واخلو.( ديکارت)

15- پر خپلو وړتياو باور نيمايې برياليتوب دي.( ژان ژاک روسو)

16- هغه څه چې په قهر او غصب سره پيليږي له شرم او پښيمانۍ سره ختميږي. ( بنجامن فرانکلين)

17- تر زړه هيڅ څيز هم ساده نه ماتيږي.( ژان پل سارتر)

18- پوهه هغه کيلۍ ده چې ټولي دروازى پري پرانستل کيږي.( اناتول فرانس)

19- يوازې بې وزله او غريبان دي چې شيان په نغدو اخلي ، ځکه چې هيڅوک پر هغوي باور نه کوي.(اناتول فرانس)

20-ځوان کولاى شي چې خپل هدف ته ځان ورسوي ، پدي شرط چې د ټينګ هوډ لمنه خوشي نه کړي.( توماس کارلايل)

21- طمعه د ټولو بديو مور او سرچينه ده.(کنفوسيوس)

22- که چيرته ونه پوهيږي چې چيرته ځي ، نو هره لاره به تاسى له ځان سره بوځي.( توماس کارلايل)

23- د تجربې نه تيره شوي لاره تر ټولو ترخه او کاميابه لاره ده.(کنفوسيوس)

24- تر ټولو غوره دوست مې هينداره ده ، کله چې زه وژاړم هغه هيڅکله نه خاندي.(چارلى چاپلين)

25- په کار کې د بريا لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده چې ، خپل افکار د کاغذ پر مخ وليکئ.( برايان تريسي)

26- ستونزى مونږ نشي درولاى، بلکي روزنه راکوي.( برايان تريسي)

27- ددي لپاره چې ېو ښه ملګرۍ ولرى ، يو ښه ملګرى واوسه.(برايان تريسي)

28- په خدمت کې اختلاف نه راځي، اختلاف د خود غرضي نه پيدا کيږي.(باچا خان)

29- انقلاب يو سيلاب وي ، چې راشي ويده خلک يوسې او ويښ ترينه فايدي اوچتي کړي.(باچا خان)

30- له هغه ښوونکي څخه مننه کوم چې فکر کول يې رازده کړل ، نه فکرونه.(زردشت)

31- په مجلس کې له ناپوه سره مه کيښنه، هڅى نه چې تا ناپوه ونه ګڼي.( زردشت)

32- په زړونو کې تر ټولو ښه زړه هغه دي چې د نورو د ځورولو فکر په کې نه وي.(زردشت)

33- ډېري خلک بې انصافه، بې منطقه او ځان محوره دي ؛ خو هغوي وبښه.( کوروش)

34- بريالى کسان بيلا بيل کارونه نه ترسره کوي، بلکي کارونه په بيلا بيلو بڼو تر سره کوي.( کوروش)

35- د نورو د سياست په وړاندي ريښتنولي ساده ګي ، او د نورو د ريښتنولۍ په وړاندي سياست خيانت دي.( ډاکټر على شريعتى)

36- پرون مې ګاونډي له لوږى مړ شو ، خو په ماتم کې يې پسونه حلال شول.(ډاکټر على شريعتى)

37- هغه زړه چې د بې کسۍ له امله يواځې وي ، کولاى شې هر څوک وزغمې.( ډاکټر على شريعتى)

38- په دردونو کې دوست نه خبرول خپله د مينې لرلو ېو ډول دي.( ډاکټر على شريعتى)

39- ستونزي ستر انسانان لوړوي ،او کوچنې انسانان وارخطا کوي.( ډاکټر على شريعتى)

40- که چيري نه شي کولاى چې ځان پورته بوځي ، نو د مڼي په څير واوسه ، تر څو په راغورځيدلو سره د يوه فکر لوړ کړې.(ډاکټر على شريعتى)

41- روزنه د بريا کيلي ده ، مګر دا چې سخته او ډېر وخت ته اړتيا لري ، نو ډېري انسانان لټان دي او زده کړي ته وخت نه ورکوي.( برايان تريسي)

42- په پلور کې بايد لومړى اعتماد جوړونه وکړئ.( برايان تريسي)

43- هغه کسان چې مالي مهارت لري بريالى دي، تاسو بايد په ورځ کې لږ تر لږه د اقتصاد او پانګوني په اړه دوه ساعته مطالعه وکړئ.( برايان تريسي)

44- د بوډايې ورځو لپاره په ځوانۍ کې شمع بله کړه.(افلاطون)

45- جبر او اختيار په هر ځاى کې يوشان نه وي.( ګل باچا الفت)

46- په رسمونو او رواجونو پسي مه ځه ، څه چې شريعت وايې هغه وکړه.( خوشال بابا)

47 عقل رڼا ده.( عبيدالله شاکر)

48- په نړۍ کې هيڅ داسي انسان نشته چې د مور حقيقت ونه منې.( شاکر)

49- دنيا له رزيلو خلکو ډک دي ، په هر حال کې پر الله (ج) او په خپل ځان باور کوه.(شاکر)

50- له پرون نه زده کړه وکړه ، نن ژوند وکړه او راتلونکي ته هيله مند اوسه.(البرت انشټاين)

له حوصلې څخه مو مننه!!!
کاپې
پیچ لایک اوشعر کړی
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

08/06/2023

سلامونه اونیکی هیلی زموږ.پیچ در سره لایک کړی...‼
او دا ودیو تر اخیره پوری وکوری
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

چاغوالۍ:                                                            Obesityپه وجود کي زياد شحم (وازګي ) جمع کيدل چاغوالۍ...
27/04/2023

چاغوالۍ:
Obesity
په وجود کي زياد شحم (وازګي ) جمع کيدل چاغوالۍ دی چه دانسان روغتيا ته خطر دی. په نړی کي هرکال څلور مليونه انسانان د چاغوالي او د وزن د ډيروالي له وجی خپل ژوند دلاسه ورکوي .
که چيري BMI تر ۲۵ زيات وي نو دوزن زياتوالی يا Over weight بلل کيږي اوکه BMI تر ۳۰ زيات وي نو دا حالت چاغوالي بلل کيږي .
دا BMI څه شي دی ؟
Body Mass Index
دايو ارزش دی ،چه زياتوالی یی چاغوالي بلل کيږي اوفارمولا یی داسي ده چه وزن په کيلو ګرام تقسيم پر جګواله مربع .
تاسو کولای سي چه ځان ته معلومه کړی چه وزن مو زيات دی اوکه چاغ ياست .
مثلآ داحمد وزن ۷۵ کيلو دي تقسيم پر قد مربع البته قد یی يونيم متر دي مربع یی 33.33 دی.
BMI = 75 ÷ 1.5 square = 33.33
موږ دمخه وويل چه تر ۳۰ لوړ BMI چاغوالي دی ، داحمد BMI 33.33 نو احمد چاغ دی .

د۱۹۷۵ څخه تر۲۰۱۶ پوري چاغوالي او دوزن لوړوالی په ماشومانو اونوي ځوانانو کي ( د 5--19 کالو ) څلور چنده زياد سويدی ، اوکه په فيصدي ووايو د4% څخه 18% ته جګ سويدی . اکثريت دچاغو ماشومانو په مخ پرانکشافو هيوادو کي دی .
عمده سبب دچاغوالي دادی چه کومه انرژي يا کالوري چه موږ اخلو دهغي انرژی يا کالوري څخه زياته ده کوم چه موږ یی مصرفوو. دغه انرژي زيادتره دغوړو او خوږو غذاوو څخه عبارت دي او دچاغښت باعث ګرزي . دفزيکي فعاليت کموالی ، دموټر زياد استعمال او دښاري ژوند غوره کول د چاغوالي عواملو کي راځي.
دچاغوالي عام نتايج-
لوړ BMI لوی خطري فکتور دلاندي ناروغيو لپاره دی.
- د زړه او رګونو امراض(خصوصأ دزړه ناروغۍ او ستروک يا دماغي سکته ).
-دهډوکو اوعضلاتو تکاليف ( Osteoarthritis يا دهډوکو اومفاصلو التهاب ، دمفاصلو ستونزي .
-کانسرونه :دسيني کانسر،دتخمدان کانسر،د پروستات کانسر، د اينې کانسر، دکيسه صفرا کانسر او د پښتورګو او غټو کلمو کانسر.
هر څومره چه BMI لوړيږي نو د ذکرسويو ناروغيو چانس هم زياتيږي. په چاغو ماشومانو کي دهډوکو ماتيده، نفس تنګي ، دفشار لوړوالی او دقلب او رګونو قبل از وخت يا وختي ناروغي او بعضي روحي تکاليف پيدا کيږي، مثلآ ماشوم ښه چاغ او په غوښه پټ دی په ښوونځی يا محل کي نور هلکان ټوکي پر کوي او ريشخند په وهي نو ماشوم په خفګان اخته کيږي .
په غريبو هيوادو کي ماشومانو ته زيادتره شحمي اوقندي مواد ډير ورکول کيږي ، او اساسي غذایی مواد( Micronutrients ) په کافي اندازه نه اخلي نوموړي ماشومان چاغ وي مګر په عين حال کي دتغذي ستونزه لري ځکه چه په غذایی رژيم کي یی پروتيني مواد اونور ضروري مواد نه سته .
د ستونزي دحل لپاره بايد:
- صحي غذاوي وخوړه سي ، فزيکي فعاليتونه اجرا سي .
- دانرژي اخيستل دشحمي او قندي موادو څخه کمه او محدوده سي.
- ميوه جات اوسبزيجات زياد استعمال سي .
- دولتي اړوند ارګانونه چه دغذا او درملو تنظيم په غاړه لري کولای سي چه په دي هکله يو اصولنامه عملا دغذایی موادو په تولید کونکو او واريد کونکو تحميل کړي چه خصوصا دماشومانو لپاره په غذاوو کي د شحمي موادو اوقندي موادو مقدار کم کړي او په عوض کي یی پروتين او اساسي غذایی با ارزشه مواد اظافه کړي .
- غيرمشبوع غوړي په ماهي، حبوباتو ، لمرګلی، سويابين ،او زيتون کښي سته چه دا ډول غوړي دوجود لپاره دومره ضرر نلري ‌.
- لږ پوتاشيم اخيستل او ډير کلورين اخيستل د ويني فشار لوړوي.
پاته دي نه وي چه څلورم دمارچ د چاغۍ يا Obesity دنړيوالي ورځي ترنامه لاندي هرکال نمانځل کيږي. تر څو دعوامو پوهاوی د چاغۍ دضرر په هکله زيات کړي .

موږ سره اوسی پیچ لایک او شیر یی کړی

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

له پند او درس څخه ډک واقعیت:د روژې په مازدیگر د کور خواته نژدېې پکوړو والا ته لاړم!!!ما ویل کاکا سبا ته میلمانه لرم. د پ...
25/03/2023

له پند او درس څخه ډک واقعیت:
د روژې په مازدیگر د کور خواته نژدېې پکوړو والا ته لاړم!!!

ما ویل کاکا سبا ته میلمانه لرم. د پکوړو روپۍ به نن درکړم سبا راته پکوړې وساتی.

هغه وویل څومره روپۍ راکولی شې؟

ماته یی پووښتنه داسی معلومه شوه لکه پر ما چی ریشخند وهي. نو ورته مې له جیبه د هغه د حق څخه زیاتی پیسې راوویستې او ورته می وویل واخله.

هغه راته وویل د څو روپو پکوړې دي چی پکار دي ماته ووایه او روپی د سرک هغه بل طرف ولاړې میرمنې ته ورکړه.

روپۍ مې د هغه د خبرې مطابق هغه میرمنې ته ورکړې. ډیره خوشحاله شوه. ځان سره یی څه وویل.

بیرته راغلم او پکوړو والا ته مې وویل، هغه دی څه کيږي؟

پکوړو والا وویل هغه زما مور، خور، خاله، عمه او هر څه ده. په ژبه گونگۍ ده، چا څخه سوال نه کوي او څوک ورته بغیر له سواله څه شی نه ورکوي. زه یقینی یم هغې به بیگاه روژه ماتی په اوبو کړی وي او د نن روژه به یی هم په نهاره نیولې وي. (د خبرو په وخت کی یی له سترگو اوښکې روانې وې)

زیاته یی کړه ما سره دومره روپۍ نه جوړیدې ښه شوه چی ستا پکوړی سبا ته پکار دي او پیسی دی نن راکړې نو ماته هم چانس پیدا شو چی ورسره کومک وکړم او یو څو روژی پری ښې تیرې شي.

ماته یی وویل!

تاسو مالداره خلک زمونږ په درد نه پوهیږئ او نه مو مشکلات درته معلوم دي. که تاسو د روژی مبارکه میاشت کی له خپل دسترخوانه یو شی کم کړی نو زمونږ په دسترخوان به بغیر له اوبو یو شی زیات شي.

که تاسو د خپلو اولادونو داختر په نوو جامو کی زمونږ اولادونه هم په نظر کی ونیسئ نو درته معلومه به شی چی اصلی خوشحالی پدی کی ده چی نورو سره شریکه شي. خو فکر نکوم تاسو دا کار وکړی ځکه دا کار پوره ایمان او اخلاص غواړي کوم چې په اکثره مالدارو کې نشته.

ځان سره مې تعهد وکړ چې د کاکا خبره به عملي کوم او ملگرو ته به یی هم رسوم چی عملي یې کړي.

نوټ: اکثریت پیسه داره یا د شتمنو خلکو زړونه داسې وي لکه تیږه د خیر او خیرات ته یې اورمیږ مات وي صرف ځان ښودنې او ریا ته یې پریږده بس .
Copy...!!!
یو ملګری می لیکلی وه زما خو یی له سترګو اوښکی روانی کړی...!!!☞
له نورو ملګرو او دوستانو سره یی هم شریک کړی او که مو زما پیچ خوښ شو داهم درسره لایک او شریک کړی...☞

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟د برات شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښت...
27/02/2023

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟
د برات شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدله کړو؟
د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي:
-څوک سته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم
-څوک سته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم
-څوک سته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لري کړم
د تقدیر بدلول
الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړی، چي تقدیر مو بدل کړی. دا شپه سږ کال د همدې هفتې پنجشنبه ده، نفل لمونځ ادا کړی، سورة یاسین تلاوت کړی او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ:
-یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دئ، زموږ تقدیر بدل کړې!
-پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوې او و اخرت ته د امادګئ موقع راکړې، ترڅو عبادت وکړم.
-زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، ماته بخښه وکړه. او نیک اعمال مي قبول کړه.
-یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجی او طمع څخه خلاص شم.
-مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندي مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوې.
یاالله چي څوک دغه فوسټ شیر کوي هغو دعاګاني قبولئ کړه
-یا الهی! زموږ دعاګاني قبولي کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې.
#یادونه: د همدې ورځي په سهار روژه نیول د رسول الله عادت وو
: دعا په داسي اخلاص وکړی، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتنی وکی.☞
کاپـــــــــــــــــــی 🤲

د فراغت په ویاړ😘❤ د لوی خدای ج په سپېڅلي نامه دکندهار پوهنتون ټولو فارغ شویو محصلینواوخوږو ملګروته او ددوی درنو کورنیوته...
19/12/2022

د فراغت په ویاړ😘❤

د لوی خدای ج په سپېڅلي نامه
دکندهار پوهنتون ټولو فارغ شویو محصلینواوخوږو ملګروته او ددوی درنو کورنیوته د دې سترې لاسته راوړنې او فراغت مبارکي وایم.

دا فراغت به مو وروستی نه وي او تاسو به لا هم مخ په وړاندې ځې او نور ویاړونه به کورنۍ او هېواد ته راوړې.
ستاسو ورور
❤ Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

د چرګ په اړه عجیب حدیث او معلوماتنبي کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي:څوک چې د چرګ آذان په وخت کې دغه دعا پنځه (ځلې) ووا...
24/10/2022

د چرګ په اړه عجیب حدیث او معلومات
نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي:
څوک چې د چرګ آذان په وخت کې دغه دعا پنځه (ځلې) ووایي(لَااِلهَ اِلَّااللهُ اَلْحَیُّ الْقَیُّوْمْ)
الله پاک به یې د (۴۰) کالو ګناهونه معاف کړي؛
نبي کریم (ﷺ) فرمایي:
کله چې چرګ آذان کوي نو تاسو د الله پاک نه د خپل حاجت او ضرورت دعا وغواړئ ځکه دغه وخت کی چرګ فرښته لیدلي وي، ممکن دا فرښته ستاسو په دعا آمین ووایي نو دعا به مو قبوله شي؛
یو بل حدیث شریف کې راځي نبي کریم(ﷺ) فرمايي چرګ ته بد رد او ښکنځل مه کوئ ځکه زما ملګری دی په چرګ کې څلور ④ خصلتونه د پیغمبرانو موجود دي:
( ۱ ) د الله پاک ډیر ذکر کوي.
( ۲ ) شجاعت لري .
( ۳ ) سخاوت لري معمولاً په دانو او خوراک کې چرګو ته اولویت او ترجیح ورکوي.
( ۴) چرګ د خوب په وخت سترګې پټې وي او زړه یې بیدار وي، پیغمبر هم په خوب کې سترګې پټې وي او زړه یې بیدار وي، زړه یی د الله د ذکر نه غافل نه وي.
(نـزهـة الـمـجـالـس جـلـد ۱ صفحه ۲۹۲)

شیېر یې کړئ زموږ ملاتړ وکړی

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

که چیرې ذهني فشار او خپګان کنټرول نه کړئ، نو له دې (۵) خطرناکو زیانونو سره به مخ شئ۱ ـ هغه خلک چې نارامه او ستومانه، زړه...
21/10/2022

که چیرې ذهني فشار او خپګان کنټرول نه کړئ،

نو له دې (۵) خطرناکو زیانونو سره به مخ شئ
۱ ـ هغه خلک چې نارامه او ستومانه، زړه نا زړه، ګوشه نشين، او مړاوي وي نو له خپګان سره لاس و ګريوان دي. په اندک خبرو غوسه کيږي…
که چېرې یو کس ذکر شوې ځانګړنې ولري او يا ژر احساساتی کيږي او ژر غوسه ورځي نو ويلی شو چې په سټرېس (ذهني فشار – خپګان) اخته دی.
۲ ـ په ځوانانو کې د خپګان بدني نښې د خستګي، اروايي ستړيا، د سر خوږ،ګنګستوب، د زړه تېز ضربان او د لږ اشتها په ډول څرګنديږي. چې ممکن په خپګان اخته کس له ورزش سره هم چندان مينه ونه ښيي، يا ځان ورته بې انرژي ښکاره شي.
۳ ـ سټريس (ذهني فشار) ممکن عصبي ګډوډي هم رامنځته کړي، مثلاً د ګوتو په خوله کې وهل يا نوکان په غاښونو کې نيول، بې ځايه او بې ګټې ګرځېدا، نا منظم تګ، نارامي، بې خيالي يا نه توجه او بې قراري يې هم علايم دي.
۴ ـ سټرېس یا ذهني فشار حافظه کمزورې کوي، يانې شناخته کسان به هم کله نا کله نه پېژني او يا به يې نوم ترې هېر وي.فکر به کوي چې خلک يې خبرو ته د وره يا پردې تر شا غوږ نيسي، د تمرکز ګډوډېدل، اندېښنې، منفي ليدلوری، ناسم قضاوتونه هم نښې او علامې بلل کيږي.
_د سټرېس يا خپګان ځينې نور علايم دادي: غير منطقي کېدل، په وزن کې تغيرات راتلل، د ناهيلۍ احساس کول، خپلې سليقي يا ظاهر ته پام نه کول.ذهني فشار او خپګان اصلاً د ستونزې په وخت پيدا کيږي، که ستونزه حل کړئ هم پرمختګ کولی شئ او هم له خپګان ځان خلاصولی شئ.
خپګان په ځوانانو کې آسانه کنټروليږي، يوازې د خپګان علت پيدا کړئ، بيا اقدام وکړئ، البته موږ به د خپګان د عواملو او کنټرول لپاره نور مطالب هم درته وړاندې کړو.

دمهربانی له مخی داپاڼه لایک اوشعرکړی دنور معلوماتود پاره له موسره پاتی شی
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

https://www.facebook.com/profile.php?id=100045431629948

©

1.کمخونی چیست 2 چرا بوجود میآید 3.چه علائم دارد 4.و بالاخره چگونه میتوان آنرا درمان کرد :کم‌خونی یا آنمی یا فقر الدم (An...
22/09/2022

1.کمخونی چیست
2 چرا بوجود میآید
3.چه علائم دارد
4.و بالاخره چگونه میتوان آنرا درمان کرد :

کم‌خونی یا آنمی یا فقر الدم (Anemia) اختلال خونی شایعی است که در آن گلبول‌های سرخ یا هموگلوبین کافی در خون وجود ندارد.

هموگلوبینی که در گلبول‌های سرخ خون وجود دارد باعث می‌شود تا اکسیژن به گلبول سرخ متصل شده و توسط مویرگ‌ها به بافت‌های مختلف بدن برسد. ازآنجایی که تمام سلول‌های بدن انسان برای زنده ماندن به اکسیژن وابسته‌اند، کمبود آن باعث هیپوکسی یا کمبود اکسیجن شده و گسترهٔ وسیعی از مشکلات را به‌همراه دارد.

انواع :
کم‌خونی انواع گوناگونی دارد که هر یک علت خاص خود را دارند. این بیماری بر اساس‌های گوناگونی طبقه‌بندی می‌شود،
سه دستهٔ اصلی عبارتند از:
1.ازدست رفتن حجم زیادی از خون (خون‌ریزی‌های حاد یا مزمن)،
2.ازبین‌رفتن حجره خونی (همولیز)
3.کمبود تولید حجره خونی.
عوامل:
1.از دست دادن خون: خون ریزی متوالی در زمان‌های قاعدگی یا به دلیل زخم معده یا سرطان می‌تواند باعث فقر آهن و کم‌خونی در بدن شود.
2.کمبود آهن در رژیم‌های غذایی: اگر مواد غذایی که روزانه مصرف می‌شود دارای مقدار کمی آهن باشد یا در رژیم غذایی گوشت را حذف کنیم یا در کودکان شیرخوار که فقط از شیر مادر استفاده می‌کنند، کمبود آهن به وجود می‌آید.
3.خانم‌های باردار و مخصوصاً کسانی که در حال شیردهی هستند به دلیل سیستم عملکردی بدن چند برابر بیشتر از آقایان به آهن نیاز دارند و رژیم غذایی آن‌ها باید غنی از آهن باشد.
علایم :
مهمترین علامت کم‌خونی احساس خستگی زودرس و فرسودگی است. علائم دیگر شامل این موارد است:

ضعف
رنگ پریدگی غشا مخاطی و بستر ناخن و پوست
ضربان نامنظم یا تند قلب
کوتاهی نفس
درد قفسهٔ سینه
احساس سبکی در سر یا سرگیجه خفیف
مشکلات شناختی
بی‌حسی، کرختی یا سردی انتهای اندامها
سردرد
ممکن است در ابتدا کم‌خونی آنقدر خفیف باشد که متوجه علائم آن نشوید. بی خوابی درشب هم علائم کم‌خونی است
درمان :
درمان‌های متفاوتی برای کم‌خونی هست که بر پایه شدت بیماری و عامل ایجادکننده آن قرار دارد. کمبود آهن بخاطر تهیدستی غذایی در بالغین فاقد عادت ماهانه (زنان مسن و مردان)، گاهی دیده می‌شود. درتشخیص کمبود آهن، لازم است یک جستجو برای علل احتمالی از دست رفتن آهن صورت گیرد همانند خونریزی دستگاه گوارش از زخم‌های گوارشی یا از سرطان کولون. کمبود آهن خفیف تا میانه با تجویز آهن به‌شکل فروس سولفات یا فروس گلوکونات درمان می‌شود. مصرف ویتامین c مایه افزایش جذب آهن می‌شود.

تجویز ویتامین خوراکی(اسید فولیک) یا تزریقی زیرجلدی سیانوکوبالامین (ویتامین B12)، کمبودهای مربوط را درمان می‌نماید. در کم‌خونی وابسته به بیماری مزمن، یا یک کم‌خونی مربوط به بیماری کلیه، برخی پزشکان معالج با تجویز پروتئین اریتروپوئیتین کوشش در تحریک کردن فرآوری گلبول سرخ دارند. در موارد کم‌خونی شدید ویا خونریزی در حال پیشرفت، تزریق خون ممکن است لازم باشد ؟

Medical & lslamic lnformation with Dr.Muhibullah Muhib
بریښنالیک: [email protected]

شاک:هغه حالت ته ویل کیږي چی زړه او رګونو سيستم نشې کولای دبدن انساجو ته په مناسب ډول سره وینه ورسوي.دا دوراني سيستم دبی ...
15/09/2022

شاک:
هغه حالت ته ویل کیږي چی زړه او رګونو سيستم نشې کولای دبدن انساجو ته په مناسب ډول سره وینه ورسوي.دا دوراني سيستم دبی کفایتی يوحالت دی چې دهغی په پایله کی دانساجو پرفوژن له منځه ځی او دهايپوکسېا ( Hypoxia)منځ ته راځی.
لاملونه:
۱:دوینی حجم کموالی .
Hypovolemia
۲: Hemorrhage وینه بهیدنه
۳:دوینې محيطي رګونو پراخوالی peripheral vasodilation
۴: sever reduction in cardiac output دزړه دهانی شدید لیږوالې

د زړه دهانی کموالي په بتدای ډول لاندی ناروغی منځته راځی.
«دزړه مايوکارډ حاده احشاه
Acute myocardial infection
«حادمایوکاردايستس
Acute myocarditis
«اریتمیا Arrythmia

Types of shock
Cardiogenic shock
Hypovalemic shock
Septic shock
Neurogenic shock
Anaphylactic shock
۱: کارډيوجېنېک شاک:
هغه شاک دي کی دزړه دی بی کفایتی په پایله کی منځه ته راځی هغه که له هر سببه وی
خو زړه بی کفایتی په لاندی حالتونو کې لیدلی کیږې.
۱:دښږو کتلای امبولیزم
۲:د زړه دچپ اذین غټ ترومبوز
۳:زړه ټمپوناد
۲:هایپوالیمیک شاک:
هغه حالت دی چی د دوراني وینی دحجم شدیدې لیږوالې له امله منځته راغلې وي.لکه داخلی یا خارجی وینی بهیدنه.پلازما ضایع کېدل.بین الخلالی مایعاتو ضايع کېدل. شدیدو خولو.ګانګی. اسهالات..
۳:سپتېک شاک.
دا ډول حالت دی سېستمیک مکروبي انتان له امله منځته راځي.
ګرام منفی او کرام مثبت بکتريايي انتانونه او یا دفنګس انتان په واسطه منځته راځی.۴:
انافلکتیک شاک:
دا دول حالت دعکس العمل دتنبه له امله منځته راځی دا ډول شاک یو الرجن حالت چی يو انسان یی یو ډول درمل یا دحشراتو د زهر په مقابل کی ښه یې.
۵:نيوروجنيک شاک:
پدي ډول شاک دوینی دي رګونو پراخوالی دسمپاتیک او پاراسيمپاتيک دتنبهاتو عدم توازن له کبله درګونو جدا ...

Medical & lslamic lnformation with Dr.Muhibullah Muhib
بریښنالیک: [email protected]

یوځلی خو یی ولولی سوال درته کوم،یو کس چې ډېر زیات پوروړی وو، پور یې پنځه سوه (۵۰۰) دينارو ته ورسېد؛ نو د خلکو لخوا ډېر ځ...
16/05/2022

یوځلی خو یی ولولی سوال درته کوم،
یو کس چې ډېر زیات پوروړی وو، پور یې پنځه سوه (۵۰۰) دينارو ته ورسېد؛ نو د خلکو لخوا ډېر ځورول کېده، ځکه چې د پور د ورکړې وخت یې پوره وو؛ خو ده سره یو دينار هم نه وو. له خلکو څخه ډېر تنګ شو او له ډېرې مجبورۍ څخه یوه ورځ یو مشهور تاجر ته ولاړ او خپله کیسه یې ورته وکړه.
تاجر پنځه سوه (۵۰۰) دينار ورکړل او نیټه یې ورسره وټاکله چې، په فلانکۍ نیټه به د تاجر پور بېرته ورکوي.
سړي دا پنځه سوه (۵۰۰) دينار په هغو خلکو ووېشل چې، ده ترې پور اخیستی وو.
د وخت په تېرېدو سره د تاجر د پور نېټه هم راورسېده.
تاجر هم له پوروړي سړي څخه په داسې حال کې خپل پور وغوښت چې، نوموړی په بد حال وو او یو دينار هم ورسره نه وو.
سړي ورته وویل: زه خو هیڅ هم نلرم، لږ نور وخت هم راکړه؛ خو تاجر ورسره ونه منله او خبره آن تر قاضي پورې ورسېده...
کله چې قاضي د دوی موضوع واورېده؛ نو پوروړي ته یې د بند سزا وټاکله او ورته یې وویل چې، ته به تر هغې بندي کېږې چې، تر څو پورې دې د تاجر پور نه وي ورکړی.
پوروړي ورسره ومنله؛ خو قاضي ته یې وویل: که نن شپه کور ته د تللو اجازه راکړې، تر څو خپل ماشومان وګورم، سهار ته به زه پخپله بېرته راشم.
قاضي ورته وویل: سمه ده، خو څه ضمانت به راکوې چې، ته به سبا بېرته راځې؟
سړي ورته وويل: ضمانت به مې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوي! یعنې: که سبا زه رانغلم؛ نو زه به د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اُمتي نه یم.
قاضي له لږ ځنډ وروسته ورسره ومنله، سړی کور ته ولاړ...
کله چې کور ته ورسېد، خپلې ښځې ته یې ټوله کیسه وکړه او ورته یې وویل چې، نن مې درسره آخري شپه ده او سبا به زه بندي كېږم.
ښځې یې ورته وویل چې، ته نن شپه قاضي په څه ضمانت راپرېښودې؟
سړي ورته وويل چې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ضمانت یې راپرېښودم، ښځه یې په ټوله کیسه پوه کړه.
دا چې ښځه یې ډېره دینداره او نېکه ښځه وه؛ نو خپل خاوند ته یې وويل: راځه نن ټوله شپه زه او ته په ویښه تیروو او پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم به درود شریف وایو...
سړي ورسره ومنله او دواړو په درود ويلو پیل وکړ، د شپې په وروستۍ برخه کې په سړي خوب غالبه شو او په درود ویلو کې ویده شو.
په خوب کې سړي ته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راغی او ورته یې وویل: ته به سهار وختي د سیمې والي ته ولاړ شې او ورته به ووایې چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم درته سلام ویلې او له سلام څخه وروسته یې ویل چې، په ما پنځه سوه (۵۰۰) ديناره پور دی، که هغه پور زه پرې نه کړم؛ زه بندي کېږم؛ نو زما پور به ته پرې کوې، او که والي درته وویل چې، زه څنګه تا ریښتونی وبولم؛ نو ته به ورته ووایې چې، ته هره شپه په رسول الله صلی علیه وسلم زر (۱۰۰۰) ځله درود وایې او تېره شپه پکې خطا شوی یې؛ خو ستا درود رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پوره رسېدلى دی.
کله چې سړی له خوبه راويښ شو؛ نو په ډېره بېړه والي ته ولاړ او د خپل خوب ټوله کیسه یې ورته وکړه.

والي ورته وویل: زه څنکه تا ریښتونی وبولم؟
سړي ورته وویل: ته هره شپه په رسول الله صلی الله علیه وسلم زر (۱۰۰۰) ځله درود وایې؛ خو تېره شپه یې په حساب کې غلط شوی یې؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې، ستا درود پوره رارسېدلی دی.
والي راولاړ شو، سړی یې په غېږ کې ونیوه او په مخ یې ښکل کړ. پنځه ‌سوه‌ (۵۰۰) دينار یې د پور ورکړل او پنځه سوه (۵۰۰) نور یې همداسې ورکړل.
سړی ډېر خوشحاله شو او د قاضي په لور روان شو. کله چې د قاضي دفتر ته ننوت، قاضي د سړي په لیدلو راپورته شو، سړی یې په غېږ کې ونیوه، په مخ یې ښکل کړ او ورته یې وويل: ای بختور سړیه! ماته بیګا ستا له برکته رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې راغی او راته یې وويل چې، ددې سړي پور به خامخا ته پرې کوې! قاضي پنځه سوه دينار د تاجر د پور لپاره ورکړل او پنځه سوه نور یې همداسې ورکړل، له لږ ځنډ څخه وروسته تاجر راغی، تاجر چې کله دا سړی ولید، هغه هم په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ. تاجر هم ورته وویل چې، ستا له برکته مې بېګا شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولید او راته یې وویل چې، ده ته به پور پرېږدې.
تاجر هم خپل پور ورته پرېښود او پنځه سوه دينار یې نور هم سړي ته ورکړل..
مأخذ: فضل الصلوة على النبي لناصر الدين النبهاني.
پوست کاپی

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

دزړه ناروغیو په اړه لږ.لنډ.معلوماتMedical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhibملګرودمهربانی له مخی پیچ لایک شع...
12/04/2022

دزړه ناروغیو په اړه لږ.لنډ.معلومات

Medical & Islamic Information with
Dr.Muhibullah Muhib
ملګرودمهربانی له مخی پیچ لایک شعر کړی درسره

ډاون سنډروم (Down Syndrome) ایا پوهیږئ هغه ښځينه چې عمر يې 35 کاله او د ځینو نويو څېړنو پر بنسټ 33 کاله ته ورسېږي او غوا...
03/04/2022

ډاون سنډروم (Down Syndrome)

ایا پوهیږئ هغه ښځينه چې عمر يې 35 کاله او د ځینو نويو څېړنو پر بنسټ 33 کاله ته ورسېږي او غواړي چې ماشوم راوړي نو ډېره شونتيا داده چې ماشوم به يې ډاون سنډروم لرونکی وي.. دغه اټکل په لاندې ډول ده...
د مور عمر 20-24 کاله 1/5000 (يانې ددغه منګ مورګانو په پنځه زره ماشومانو کې کيدای شي يو ماشوم ډاون سنډروم ولري)
د مور عمر 25-32 کاله 1/1200
د مور عمر 33-35 کاله 1/350
د مور عمر 40-36 کاله 1/100
د مور عمر 45-41 کاله 1/30
په ټوله نړۍ کې اوسمهال شته د ډاون سنډروم ماشومانو 90% سلنه له هغو مورګانو زېږېدلي چې عمر يې له 33 کلنو پورته وو. زما خپل شخصي ژوند تجربو پر بنسټ د 100% ډاون سنډروم ماشومانو د مورګانو عمر د تولد پرمهال عمر 35 څخه لوړ وو.
لاندې انځورونو ته ورته ماشومان به هرومرو تاسو خپل کور کلي کې ليدلي وي. ددوي تناسب په امريکا کې هر 700 نوي زیږیدلو کې يو ماشوم دی خو نوره نړۍ کې بيا هرو زرو نه تر يولس سوه نوي زیږیدلو ماشومانو کې يو ماشوم دی**. ددوي بڼه مغولو/منګوليا خلکو ته ورته دی نو ځکه ورته منګولیايي ماشومان يا ګرد مخې ماشومان هم ويل کېږي....
هسې خو ټول ماشومان خواږه وي خو دغه غونډ‌مونډ ګرد مخې ماشومان ځانګړی معصوميت لري، ښوونځي نه غير هم که لار کې دغه ماشومان وګورم حتمن ورسره يو شېبه تم کېږم، مينه ورکوم او هڅه کوم که مور او پلار يې د راتلونکې او يا زده کړو په اړه نه پوهيږي چې معلومات ورکړم.
ډاون سنډروم څه شی دی؟!
کله چې په رحم کې (يا په مصنوعي ډول IVF) کې د نارينه او ښځينه نيمه نيمه جنسي حجرې (cell) (چې په طبي اصطلاح دغه حجروته ګاميټونه gametes وايي) سره يوځای شي په لمړی سر کې يو حجره لرونکي ژوی (زاييکوټ Zygote) رامنځته کېږي. د پلار له اړخه يو سپرم چې د مور اړخ بيضې سره يوځای کېږي، 23 دانې ډېره واړه شيان یا د معلوماتو کوډونه لري چې په طبي اصطلاح کې کروموزوم بلل کېږي. په همدغه ډول همدومره يانې 23 کروموزوم د مور له اړخه بيضه کې هم وي. دا دواړه که يو بل سره يوځای شي نو 23 جوړې يانې 46 کروموزومونه کېږي. په زايګوټ کې د 46 کروموزومونه شتون نورمال حالت دی خو د ډاون سنډروم په حالت کې 21م کروموزوم چې کله له مقابل 21م سره يوځای شي نو د جنيټيکي تنوع يا موټيشن له امله يوې جوړه پرځای 3 دانې کرموزومونه جوړېږي نو ځکه دغه حالت ته Trisomy يا T21 هم وايي.
اوس نو د ژوند لومړنۍ بنسټيزه حجره د نورمال 46 پرځای 47 کروموزومونه لري او دغه حجره په دوه هغه دوه بيا په څلورو او هغه څلور بيا په اتو ..... په ټريليونو حجرو ويشل کېږي ترڅو يو ماشوم ترې جوړېږي. پدغه حالت کې چون هر حجره 47 کروموزومونه لري نو ځکه دغه رامنځته شوي ماشوم جسماني جوړښت او بڼه هم له نورو ماشومانو توپير لري چې تاسو يې په انځورونو کې ليدلی شئ.
ددغه ماشومانو نښې نښانې:
چېته پوزه، واړه خو شک غوږونه، نرۍ راوتلې او په کنجونو کې پورته اړخ ته وتلې سترګې، لنډه او ډبله غاړه، د نورو ماشومانو په پرتله غټ سر، مسکا په خوله بڼه او عموما دغه ماشومان د نورو په پرتله ټيټ قد او چاغ جسم لري.
زيرکتيا يا وروسته پاتې والی/ذهني تاخر په اړه بايد ووايم چې ددوي ډېری د 70 او 50 ترمنځ IQ (ذهني کچه) لری خو ځينې داسې هم شته چې کيدای شي IQ يې د 50 او 35 ترمنځ او يا آن تردې هم ښکته وي. يانې په اوسط ډول 70 خو که ډېره لوړه هم وي بيا هم له 120 نه کمه وي. دغه ماشومان د تفکر، استدلال او ادراک وړتياو د کمښت ستونزې لري. همدارنګه د خبرو کولو ګډوډي، د زړه ټکان کموالی يا زیاتوالی، د زړه سوری، د زړه والونو تنګتيا وغيره ګډوډۍ هم ددې ګروپ وګړو ګډې ځانګړتياوې بلل کېږي.
داسې فکر وکړئ چې پنځوس سلنه ډاون سنډروم لرونکي وګړي د زړه ګډوډۍ لري خو يوازې لسو نه تر پنځلس سلنه يې د کارډيالوجسټ (د زړه متخصص) څخه درملنې لپاره اړ کېږي. د يادو ستونزو سربيره پدغه وګړو کې د بې‌خوبي يانې کم خوب لرلو، الزايمر(Alzheimer)، ډيمنشيا (Dementia)، د تايرايډ غدې او په پوستکي د زړښت اثار ژر ښکاره کيدلو، ستونزې هم ليدل کېږي. ددوي غاښونه هم واړه پاتې کېږي نو ځکه ځينې ماشومان کلک شيان ژولو کې ستونزو سره مخ وي.
تشخيص
د حمل پنځلسمی څخه تر شلمې اونۍ ترمنځ که يو تکړه راډيالوجست له لوري تلويزوني معاينه (الټراساونډ) وکړل شي نو د ډاون سنډروم تشخيص شونی دی. که له ياد وخت څخه مخکې تشخيص وغواړو هم شونې ده. د حمل يولسمې نه تر څوارلسمی اونۍ ترمنځ د Chorionic villus sampling (CVS) ټسټ پواسطه هم د ډاون سنډروم درک لګيدلی شي. پدغه معاينه کې يو الټراسونک ستنه د مور ګيډه کې دننه کوي او د پلاسننټا څخه راغلي د اکسيجن و خوړو رګ څخه د ويني نمونه (سمپل) اخيستل کېږي. په دغه معاينه کې نه درد شته او نه حمل ته زيان رسېږي او تر 20 دقيقو پورې وخت نيسي.
که وخت زيات تير شوی وي نو د حمل پنځلسمی او اتلسمې اونۍ ترمنځ د Amniocentesis په نوم يو ټسټ هم د ياد سنډروم تشخيص لپاره ترسره کيدی شي. پدغه معاينه کې هم د الټراسونک ستنه د مور رحم ته دننه کېږي او د ماشوم شاوخوا شته مایع (Amniotic fluid) څخه د اوبو يوه قطره اخيستل کېږي. دغه معاينه هم حمل ته زيان او درد نلري او قبول شل دقيقې وخت نيسي خو بايد د يو تکړه ګايناکالوجسټ (نسايي ولادي متخصص) لخوا ترسره شي.
د ډاون سنډروم يقيني تشخيص وروسته هر څوک د خپل دين او مذهب لارښوونو سره سم د حمل ختمولو او يا هم د ډاون سنډروم لرونکي ماشوم پيدا کولو په اړه پريکړه کولی شي. د يو مسلمان په توګه زما علم او مطالعه وايي چې د غوښې په ټوټه کې روح اچولو وخت څخه ترمخ د ډاکټرانو او علماو څخه مشوره اخيستلو وروسته د حمل ضايع کولو يو څه ګنجایش شته دی. قرآن او حديث لارښوونو پراساس په ګيډه کې شته ماشوم کې د روح پوکولو مهال د حمل پيل څخه تر څلور مياشتې يانې 16 اونۍ پورې دی. چون د CVS معاينه کې يولسمې او ديارلسمې اونۍ ترمنځ تشخيص ترسره کېږي نو که څوک حمل ضايع کول وغواړي خپل مذهب او عقيدې او د علماو څخه فتوا پر بنسټ پريکړه کولی شي. (په اخلاقي لحاظ ددغو وګړو په وړاندې د نوموړي سنډروم مخنيوي خبره ډېره بده بريښي.. )
په ټوله نړۍ کې 30 نه تر 40 سلنه مېندې پلرونه د ډاون سنډروم تشخيص وروسته حمل ضايع کوي او پدغه سلنه کې دين او مذهب والا او خدای ناباوره هر ډول وګړي شامل دي.
د ډاون سنډروم ماشومانو اوسط عمر 50 څخه تر 60 کاله وي او د مارچ 21 مه نيټه ددوي نړېواله ورځ ټاکل شوی ده.

ډاون سنډروم لرونکی ماشوم وزېږېد نو بيا؟!
لمړی کار خو بايد دا وي چې د نوموړي ماشوم په زېږېدو هماغسې خوښي ښکاره کړای شي لکه د نورو ماشومانو : خواږه وويشئ، عقيقه وکړئ ... ژړا او خفګان هيڅکله ونکړئ ځکه هيڅ ګټه نلري، د ماشوم په بدن کې په ميلياردونو حجرو کې 47 کروموزومونه تاسو د نړۍ په هيڅ قوت او دارو درمل سره 46 نشئ کولئ. همدارنګه د ماشوم جسماني بڼه او ذهني استعداد چې يو ځل پوخوالي ته ورسېږي نو بيا ټول عمر هماغه شان پاتې کېږي هو که د لمړۍ ورځ څخه ورته پام وکړئ نو ډېر ښه‌والی موندلی شي.
ددې سنډروم هيڅ درملنه نشته دغه حقيقت بايد له لمړۍ ورځ څخه ومنئ. ډېری خلک دغه حقيقت د ډېری درملنو، دم او تعويذونو کولو، کلونو وروسته مني چې بيا ډېر ناوخته وي. ددې ماشومانو د ژوند لومړنۍ 1000 ورځې ډېر ارزښت لري.
د زېږېدو څخه وروسته په هماغه لومړيو کې بايد د لیدو او اوريدو حس او همدارنګه د زړه ضربان بيا بيا ځلې معاينه کړل شي. په لومړيو شپږو مياشتو کې هرومرو کارډيالوجسټ سره وګورئ ترڅو د زړه ناروغۍ په وخت تشخيص شي. په اوريدو کې ستونزې شتون پرمهال که اړتيا وي نو د متخصص او مسلکي شخص پواسط ورته د اوريدو وسيله (سمعک) ولګوئ. ماشوم د مور غږ اوري او غبرګون ښکاري کوي. همدغه ماشوم چې اوريدل کولی شي وروسته بيا خبرې هم کولی شي کنه نو خبرې کولو کې به وروسته پاتې وي.
دا يو انکشافي معلوليت (developmental disability) دی، زما د ماسټري زدکړې هم د معلولیت همدغه برخې يانې انکشافي او ذهني معلوليت پورې اړه لري.
پر وخت مداخله (Early Intervention) چې څومره ژر پيل شي همدومره به يې ګټه ډېره وي. د پر وخت مداخلې نشتون په حالت کې دغه ماشومان تر درې کلنې پورې نه خبرې کولی شي او نه ګرځيدل. او که مداخله او مرسته ورسره وشي نو له درې کلنۍ څخه ليک او لوست هم پيل کولی شي ان شاء الله.
پروخت مداخلې څه کول اړين دي؟!
که اړينه وي نو د يو کلنۍ څخه وړاندې هرومرو ورته د اوريدو وسيله(سمعک) ولګوئ.
له يو کلنۍ راهيسې ورته د پنځه حواسو څخه ګټه اخيستنې په اړه روزنه ورکړئ. په دې مورد له وظيفوي درملګر يا occupational therapist څخه مرسته ترلاسه کړئ.
ې ماشومانو عضلات، هډوکي او بندونه کمزوري وي نو د فزيوتراپسټ په مرسته هرڅومره ژر چې کیږي فزيکي درملنه یا فزيوتراپي ورته پيل او تر څو کلونو پورې د اړتيا سره سم دوام ورکړئ. وروسته ورته په ورځنې معمول کې ورزش، پياده چکر، جيم ته تګ يا کومه لوبه کول په نظر کې ونیسئ کنه نو ماشوم به يا ډېر چاغ شي او يا هم ډېر کمزوري پاتې شي.
خواړه ورته د ډاکټر په مشوره ورکړئ، ځکه چې د هر ماشوم ستونزې سره توپير لري او د ځينې ماشومانو هاضمي سيسټم هم ګډوډي لري
په ښوونځي کې دوي ته ټولنيز مهارتونه، د ځانې مرستې مهارتونه (self-help) يانې خپل کار په خپله کول لکه جامې اغوستل، بوټان پښو کول، تسمې يې تړل، پرتوغاښ يا کمربند تړل، غاښونه برس کول، تکمې/بټنې تړل او داسې نورو په اړه ورته د نورو شيانو څخه مخکې زده کړه او روزنه ورکول کېږي.
د پورته سربيره د ماشوم په حرکي/خوځښتيز مهارتونو، لساني/ژبېز مهارتونو او معرفتي کړنو (cognitive processing) د ښه والي اړوند مرسته کېږي.
دغه ماشومان لمړنيو مداخلو او مرستو وروسته په اختصاصي/استثنایی/ځانګړې زده کړو مرکزونو کې او یا هم په عادي ښوونځيو کې نورو ماشومانو سره يوځای زده کړه کولی شي. ددغه ماشومانو ډېری يې د زده کړو جوګه دي او ځينې نور يې يوازې ورځنې اړينو مسايلو اړوند روزنې لاندې نیول کېږي (Educable & Trainable).

زمونږ په وطن کې د عامه پوهاوي نشتون، د اړينه مرکزونو کمښت يا معلوماتو نشتون لکبله ددغه ماشومانو لمړني کلونو داسې زيان مومي چې بيا ټول عمر يې جبران ناشونی وي. په پايله کې دغه ماشومان په کليو بانډو کې د خلکو ريشخند او ځورونې سره مخ وي، خلک پرې بيلابيلې ټوکې او پسخند کوي او دوي هم ورته غبرګون کې کنځلې او ان وار او ګذار کوي. دغسې وې ټول عمر په لالهاندې کې تير شي.
له لمړۍ ورځ څخه دغه ماشومان د زړه له تله ومنئ، پورته لارښوونو باندې عمل وکړئ، ان شاء الله ماشوم به نورو ماشومانو په څير عادي ژوند ولرئ. که څه هم ددغه ماشومانو لپاره ځانګړې ښوونځي زمونږ هيواد کې نشته خو ځينې غيردولتي ادارې ددوي لپاره د بنسټېزو زده کړو او روزنې پروګرامونه لري له هغې څخه بايد ځان خبر او ګټه ترې پورته شي.
يو ليدل کېږي دا چې مور او پلار هم ددغه اولاد په حق کې ظلم کوي سمه پالنه يې نکوي، په شپږ يا اته کلنۍ کې يې ښوونېزو ادارو ته راولي او کله چې يې ښوونځي کې شامل کړي نور نو مسووليت په ښوونځي واچوي او ځان ترې بېغمه ګڼې...
په نورو ماشومانو ښه مصرف کوي، توجو ورته کوي خو ددوي هيڅ پروا نه ساتي، په ښوونځي کې شاملولو وروسته يې پوښتنه نکوي، ډېری ښوونکي هم دوي ته ځانګړی پام نکوي. ځينې وخت خو مېندې پلرونه دېر متوجې وي خو ښوونکي بيا خپله دنده سمه نه ترسره کوي او يا هم ماشومان دومره ډېر وي چې دغه ماشومان په کې بيخي محروم پاتي کېږي او ژوند يې تباه کېږي.
ایک پوری ٹیم ان بچوں کو فعال کرنے میں کردار ادا کرتی ہے۔ جن میں سائیکالوجسٹ سپیچ تھراپسٹ، میوزک ٹیچر، کلاس ٹیچر، ہر سکول میں موجود ہوتے ہیں۔
په پرمختللي هيوادونو کې مسلکي او متخصصو وګړو ټيم لکه روانشناس(psychologist)، ژبېز درملګر(speech therapy)، ميوزيک استاد، د ټولګي نګران ښونکی ددغه ماشومانو په فعال ساتلو کې يوځاي سره کار کوي. هلته کولئ شئ چې ښوونځي کې ماشوم پرمختګ څخه ځان ډاډه کړئ د IEP) Individualized Education plan) په پلان کولو او پلي کولو کې مور او پلار دخيل ساتل کېږي. خو دلته وطن کې بيا هم تاسو کولئ شئ چې اړوند متخصيصينو سره مشوره وکړئ، وخت پر وخت ښوونکي او مدير سره په ګډه د ماشوم د کور او ښوونځي اړتياوو باندې ځان وپوهوئ او په ګډه د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې برخه واخلئ.
دغه ماشومان د فوټوګرافي، د سټيج پر سر تمثيل، ماډلنګ، کبډي او همدارنګه د معلولينو لپاره اولمپيک لوبو (Special Olympic او para Olympic) کې ښه لوبغاړي ثابتيدلی شي. همدارنګه په سوپر مارکېټ او هوټل وغيره کې تر څارنې لاندې ښه ډول دنده ترس ه کولی شي. په دولتي ادارو کې هم د زده کړو او مهارتونو سره سمه دنده پرمخ وړلی شي.
که ډاون سنډروم لرونکی انجلی واده وکړي نو د مور کيدو 50 سلنه شونتيا شته او پنځوس سلنه اټکل دی چې ماشوم به يې هم ډاون سنډروم لرونکی وي. ډاون سنډروم لرونکی نارينه بيا د پلار کيدو ډېر کم چانس لري. لدې يې راقیاس کړئ چې په زرګونو هغه نارينه چې واده يې کړي په ټوله نړۍ کې تراوسه يوازې درې نارينه پلاران شوي دي. ...
که شونتيا وي ښځينه ډاون سنډروم لرونکی دي بل خفيف معلوليت لرونکي او يا هم که رضايت وي عادي وګړي سره واده وکړي. خو هڅه دې وکړي چې ماشوم پيدا نکړي. داسې کور ته بايد واده شي ماشومانو ته اړتيا نلري.
نو يو ځل بيا مېندو پلرونو ته وايم چې ولور او نورو وړو چن‌او‌چنان پسې مه ګرځئ په وخت مو لورګانې واده کړئ، فکر کوم دا يوازينی معلوليت دی چې د مور عمر سره څه ناڅه مستقيمه اړيکه لري. که څوک 33 کلنۍ وروسته يادونه کوي نو غوره ده چې جنيټيکي مشاوره ترسره کړي. دا چې څنګه او چيرته يې ترسره کړي، ان شاء الله ډېر ژر به پرې ليکنه تاسو ته وړاندې کړم .

**دغه سنډروم د انګريز ډاکټر John Langdon Down لخوا په بشپړه توګه په کال 1866 ز کې تشريح شو نو ځکه د هغه په نوم ونومول شو، په 1959 کال کې ددغه سنډروم جينيټکي سبب په ګوته شو.
ملګروپیچ لایک کړی اوشیر یی هم کړی
کــــاپــــــــــي
Medical & Islamic Informaion with Dr.Muhibullah Muhib

Address

Chittagong Division

Telephone

+93788188015

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib:

Videos

Share