Afghanistan Medical TV

Afghanistan Medical TV Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghanistan Medical TV, Medical and health, Bara.
(1)

The reported prevalence of diabetic retinopathy in individuals with disabilities varies substantially among studies and ...
17/11/2023

The reported prevalence of diabetic retinopathy in individuals with disabilities varies substantially among studies and even among contemporary population in the same country, but is probably around 40%.it is more common in type 1 diabetes than in type 2 and sight threatening disease is present in up to 10% proliferative diabetic retinopathy affect 5-10% of the diabetic population. Type 1 diabetics are at particular risk, with an incidence of up to 90% after 30 years.

ملي دفاع وزارت: کابل کې د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د انجیوګرافي او انجیوپلاسټي عملیات...
14/11/2023

ملي دفاع وزارت:
کابل کې د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د انجیوګرافي او انجیوپلاسټي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.

د افغان ډاکټر په تړاو ليکنه ډاکټر ضياالحق حقملدا چې موږ په ختيځه سيمه کې د معدې او ځګر ناروغيو  تشخيص او درملنه کې مسلکی...
09/11/2023

د افغان ډاکټر په تړاو ليکنه
ډاکټر ضياالحق حقمل
دا چې موږ په ختيځه سيمه کې د معدې او ځګر ناروغيو تشخيص او درملنه کې مسلکی متخصص نه درلوده ګڼ شمېر هېواد والو مو د معدې ناروغۍ د درملنې په موخه بهرنيو هيوادونو ته سفر کولو تر څو معدې درملنه وکړی
ډاکټر ضياالحق زه په تمامه معني پيژنم د ننګرهار ولايت دولتي طب څخه فارغ شوی د ننګرهار حوزوي روغتون داخله څانګه کې تخصص کړي د تخصص وروسته يې د روغتيا سکتور په مختلفو برخو کې په لوړ مقام دندې اجرا کړي دي له دي وروسته هندوستان هېواد ته ولاړه او هلته ئې د معدې او ځګر ناروغيو په برخه کې فوق التخصص وکړو او له هغه وروسته د امريکا متحده ايالاتو ولاړ او هلته یې هم د معدې په يو روغتون کې فيلوشيپ وکړو او له هغې وروسته بيرته خپل ټاټوبي ننګرهار ته ډګ لاس راستون شو او دلته يې ناروغانو ته خدمات پيل کړه.
دا چې ډاکټر صيب څومره د غوره اخلاقو څښتن دي ټول ننګرهار ته معلوم دي دا يو څو جملي ليکنه مي ورباندي ځکه وکړه که چيري د معدې ناروغۍ ستونزې لرئ يو ځل يې تجربه کړئ او بله خبره دا کومه د حقمل صیب لپاره دا تجارتي اعلان ندي ځکه زه يو ډاکټر يم صفت يې ځکه کومه چې وړتیا يې لری.
ډاکټر شکیل

دا شخص تاسو پيژنۍ کومه خاطره يې په ياد لرئ د هېواد پياوړې جراح د ننګرهار طب پوهنځی متقاعد استاد پوهاند ډاکټر راوف احسان
05/10/2023

دا شخص تاسو پيژنۍ
کومه خاطره يې په ياد لرئ
د هېواد پياوړې جراح د ننګرهار طب پوهنځی متقاعد استاد پوهاند ډاکټر راوف احسان

طبي ليکنه او نظر په افغانستان کې د دولتي طبي پوهنتونو ترڅنګ خصوصي طبي مؤسسات هم د MD  په سويه ډاکټران فارغ کوي، داچې د ر...
30/09/2023

طبي ليکنه او نظر
په افغانستان کې د دولتي طبي پوهنتونو ترڅنګ خصوصي طبي مؤسسات هم د MD په سويه ډاکټران فارغ کوي، داچې د روغتيا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت دومره توان نلري چې ټول فارغ شوو ډاکټرانو ته د تخصص يا د ماسټري زمينه برابرکړي ترڅو ټولني ته د خدمت په موخه يو مسلکي تن ور وپيژندل شي.
د روغتيا وزارت مکلف دي تخصصي روغتونونو کې ټريني ډاکټرانو ته منظم کريکولم، کافي معاش، د ترينر متخصص منظم تدريس ترڅنګ په حاضري کلک بنديز لګول او تريني ډاکټر په معاينه باندي کلک بنديز لګولو ترڅنګ د ريسرچ سيسټم باندې کار کول.
د لوړو زده کړو وزارت مکلف دي چې طبي پوهنتونونو منظم تدريس په انګليسی ژبه پيل کړي او استاد مجبور کړي سهار اتو بجو څخه تر مازيګر څلور بجو پوري رسيمات لري محصلينو سره به کار کوي که نکوي پر ځاي يې بل استاد په دنده وګمارئ او خصوصي پوهنتونو کې د کانکور ازموینه د ازمويني ملي ادارې لخوا واخيستل شي او استاد هم د لوړو زدکړو وزارت لخوا د طي مراحل کولو وروسته خصوصي پوهنتون ته د استاد په صفت معرفي شي.
بله خبره د تخصص او ماستري، زموږ هېواد دومره ظرفيت نلري چې ټول فارغ ډاکټرانو ته د تخصص يا ماسټري زمينه مساعده کړي، افغان دولت ترڅنګ په ملي تجارانو باندي غږ کومه مرسته که کول غواړي په وړو غواړې بوره باندي ځان مه خلاصوئ اساسي کارونو سره مرسته وکړای بهرنيو هېوادونو کې افغان ډاکتران ته بورسونه واخلئ دغه ډاکټران وليږي تخصصي پروګرامونو کې د تخصص وروسته به هيواد ته لوی ګټې ترڅنګ به مو ناروغان پردې مجبوريت څخه خلاص شي.
مننه
ستاسو ورور ډاکټر شکیل

Doctors life in the world 🌍 what do you think ?
12/09/2023

Doctors life in the world 🌍 what do you think ?

د افغانستان طبي شورا د دولتي ازموينې په تړاو لنډه ليکنهد طبي شورا دولتي ازموينه په کال کې دوه ځله  د افغانستان طبي شورا ...
12/09/2023

د افغانستان طبي شورا د دولتي ازموينې په تړاو لنډه ليکنه
د طبي شورا دولتي ازموينه په کال کې دوه ځله د افغانستان طبي شورا د ازموینې ملي ادارې، د لوړو زده کړو وزارت او د روغتيا وزارت په همغږۍ اخيستل کيږي. کله چې طبي شورا رامنځته شوه دوکتور نسرين اورياخېل مشره وټاکل شو، د روغتيا وزارت، د لوړو زده کړو وزارت ،خصوصي پوهنتونو اتحاديې په کډه پريکړه وکړه چې دولتي او خصوصي پوهنتونو د معالجوي او ستوماتولوژي نوی فارغان به په آخر کې دولتي ازموينه يا ايګزيټ ايګزام ورکوي او د هغي وروسته به ټولنې ته د يو ډاکټر په صفت پيژندل کيږي.
کله چې دغه پريکړه وشوه د وخت ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور شوه او پارلمان ته يې واستوله په پارلمان کې ځينو وکيلانو سخت مخالفت وکړه خو د رايو په اکثريت دغه دولتي ازموينه تصويب کړه.
دغه ازموینه په کال۱۳۹۷ ه ش کال په لومړيو کالونو خوار زياته اسانه وه چې ۹۷ فيصده محصلينو پکې د کاميابۍ نمرې ترلاسه کړي وي.
نسرين اورياخېل د وخت په تېرېدو سره دغه ازموینه د کاري شريکانو په مشوره کال په کال د سختې خواته وړله ناکامۍ فيصدي لوړيدله علت يې هم په خصوصي پوهنتونو کې د هري سويي محصلينو قبول وو چې په افغانستان کې د طبي ډاکټرانو سويه خورا ټيټه شوي.
دغه دولتي ازموينه کله چې جمهوري نظام نسکوره شو له هغې مخکې ولسمشر محمد اشرف غنی دولتي ازموينه کريکولم تغير تصویب کړي وو چې د کلينيک ترڅنګ پارا کلينيک په پښتو ، دری او انګلیسی ژبو د ازموینې اخيستل پکې شامل وو او د کاميابۍ نمرې د ۵۰ فيصده څخه ۶۰ فيصدو ته پورته کړي ، کله چې طالبانو واک ترلاسه کړل ډيرو خلکو تبليغات وکړل چې طبي شورا بايد له منځه ولاړه شي خو د افغانستان ا ا لخوا دغه اداره لا پياوړی او بوديجه يې منظور کړه، ولسمشر غنی تصويب شويي پريکړه د افغانستان اا لخوا په همهغه شکل واخيسته چې ۴۰٪ ګډونوال پکې دکاميابئ نمري ترلاسه کړي وي يو خبره د لته اضافه کول غواړم هغه وخت ااا نوی حکومت وو د نمرو فيصدي يي د کاري شريکانو په همغږۍ ښکته کړي وه.
د افغانستان طبي شورا دولتي ازموينه اوس خورا سخته شوي ده هر محصل ته پکارده چې کريکولم يې تعقيب کړي تر څو د کاميابۍ نمرې ترلاسه کړي او يو ښه ډاکټر ټولني ته وړاندې شي.
ازموينه کې د واسطو په تړاو بايد وايم چې هيڅ ډول واسطه او پيسي کار نه ورکوي ځکه تاسو وليده مخکې نظام او اوسنی نظام چارواکي واسطه کوي چې هيڅ ډول مرسته له دوی سره نده شوي هر چاه چې پرچه حل کړه هغه کاميابه دي، د يادونې وړه ده چې دا ځل سوالونه د ننګرهار طب پوهنځی استادانو لخوا جوړ شوي وو.
طبي شورا د ناروغ خوينديتوب او د ډاکټر د حقوقو لپاره يو خپلواکه دولتي اداره ده او د طبي شورا دولتي ازموينه يو شفافه دولتي ازموينه ده زه د طبي شورا ټول کارونه ستايم او هميشه يي ملاتړ کوم
ستاسو ورور ډاکټر شکیل يوسفزی د افغانستان طبي شورا پخوانۍ وياند

19/08/2023

د سترګو اوښکې Eye 👁️ Tears
د سترګو اوښکې د lacrimal gland څخه افرازېږي،
د سترګو څخه درې ډوله اوښکې افرازېږي.

1 Basal tears productions
2 Reflex tears productions
3 Emotional tears productions

1* د انسان سترګې څخه په نورمال ډول افرازېږي چې سترګه وچوالي څخه ساتنه کوي چې دي Basal tears productions وايي
2* انسان سترګو څخه هغه وخت افرازېږي کله چې ډ سترګي زخمي شي او یا کومه ناروغۍ پيداشي پدې وخت کې Reflex tears productions جاري کيږي.
3 * کله چې يو انسان ډېر غمجن حالاتو او واقعاتو سره مخامخ کیږي پدې وختونه د سترګو څخه بی اختیاره اوښکې بهيږي چې Emotional tears productions وايي.

25/06/2023

د افغانستان په وخت نن شپه نهه بجې په روغتیایې برخه کې پرمختګ او ستونزو په اړه ځانګړې ازاد بحث د عصبي جراحی ناروغې پیاوړي متخصص ډاکټر عبید مجددی سره ،
تاسو هم کولی شئ دغه پروګرام کې له موږ سره ګډون وکړئ ، خپل نظر او د سیمی روغتیایي ستونزی له موږ سره شریک کړئ. دغه خپرونه له همدې پاڼی په ژوندۍ بڼه کتلئ شئ .

د افغانستان په وخت نن شپه نهه بجې  په روغتیایې برخه کې پرمختګ او ستونزو په اړه ځانګړې  ازاد بحث د عصبي جراحی ناروغې پیاو...
25/06/2023

د افغانستان په وخت نن شپه نهه بجې په روغتیایې برخه کې پرمختګ او ستونزو په اړه ځانګړې ازاد بحث د عصبي جراحی ناروغې پیاوړي متخصص ډاکټر عبید مجددی سره ،
تاسو هم کولی شئ دغه پروګرام کې له موږ سره ګډون وکړئ ، خپل نظر او د سیمی روغتیایي ستونزی له موږ سره شریک کړئ. دغه خپرونه له همدې پاڼی په ژوندۍ بڼه کتلئ شئ .

د پاکستان څخه راغلو ډاکټرانو په تړاو لیکنه پاکستان څخه راغلي ډاکټرانو ته مخکې د ناروغانو لیست د نور روغتون لخوا ترتیب شو...
17/06/2023

د پاکستان څخه راغلو ډاکټرانو په تړاو لیکنه
پاکستان څخه راغلي ډاکټرانو ته مخکې د ناروغانو لیست د نور روغتون لخوا ترتیب شوی شوی وو
دغه وړیا کمپ د پاکستان هېواد د الخدمت خیریه بنسټ لخوا په لاره اچول شوي وو چې مشرې د ستروګو ناروغیو مشهور پروفیسور ډاکټر میر علی شاه کوله.
پاکستان څخه راغلي ډاکټرانو ته مخکې د ناروغانو لیست د نور روغتون لخوا ترتیب شوی شوی وو

۱۲ ناروغانو ته corneal transplant کامیاب عملیاتونه ترسره شوي چې له دي جملي ۷ علمیاتونه د ډاکټر شریف الله سلیمانزی له خوا ترسره شوی دی ډاکټر شریف الله سلیمانزی افغان دی او د سترګو ناروغیو جراحي متخصص دی.
۲۰ ناروغانو ته vitrectomy surgery کامیاب عملیاتونه ترسره شوی دی چې دغه عملیاتونو پروفیسور ډاکټر میر علی شاه او ترڅنګ يې دوه افغان د سترګو جراح متخصصینو ډاکټر شریف الله سلیمانزی او ډاکټر جواد جمال په همکارۍ ترسره شوی دي .
۱۹۰څخه زیات ناروغانو ته د ستروګو پردو عملیاتونوه د د لایزر یا فیکو پواسطه د پاکستان ډاکټرانو تر نظر لاندې افغان متخصصینو ترسره کړی دی.
دغه عملیاتونه ډاکټر عثمان ، ډاکټر شریف الله سلیمانزی ، ډاکټر جواد جمال او ترڅنګ یې نور افغان ترینرانو لخوا ترسره شوی دی
۳۰ زیات ناروغانو ته oculoplastic surgery د پاکستانې مشهور Oculoplastic Surgeon پروفیسور ډاکټر محمد ادریس له لخوا ترسره شوي دي
په دغه پروګرام کې زه هم له دوی سره مل وم هڅه مو دا وه چې افغان ډاکټرانو ته روزنه وشي.
د یادونې وړ ده، د دوایې ترڅنګ ماشینونه هم راوړل شوي وو.

16/06/2023
افغان ډاکتر د استراليا په کچه طبي ازموينه کې ٢مقام ګټلىعبدالطيف ستانکزى
12/06/2023

افغان ډاکتر د استراليا په کچه طبي ازموينه کې ٢مقام ګټلى
عبدالطيف ستانکزى

د تېر کال  اکمال  تخصص ازموینی لوړو  اخیستونکو لپاره یو ښه چانس
11/06/2023

د تېر کال اکمال تخصص ازموینی لوړو اخیستونکو لپاره یو ښه چانس

د لوړو زده کړو وزارت  د پرېکړې او حکم له مخې ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې له ناروغانو څخه د درملنې په بدل کې  حق الا...
07/06/2023

د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې او حکم له مخې ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې له ناروغانو څخه د درملنې په بدل کې حق الاجرت (فیس) اخیستل پیل شوي دي.

د ناروغ کتنې فیس 20 افغانۍ
او د عملیات هغه 1000 افغانۍ ۔
او د نورو لابراتواری معایناتو پیسې معایناتو ته په کتو ټاکل کیږی

په ختیځ ننګرهار د جلال اباد ښار کې د انتاني(ساری ناروغیو ) مرکز .ډاکټر لطف الله صادقزی چې د ننګرهار طب پوهنځی څخه  ۲۰۰۴ ...
05/06/2023

په ختیځ ننګرهار د جلال اباد ښار کې د انتاني(ساری ناروغیو ) مرکز .
ډاکټر لطف الله صادقزی چې د ننګرهار طب پوهنځی څخه ۲۰۰۴ م کال کې فارغ شوی د تخصص دوره یې د ننګرهار حوزوی روغتون د انتانی داخله ناروغیو کې تخصص ترسره کړی دی ، د تخصص وروسته پاکستان هېواد PIMS روغتون کې لوړې زده کړې ترسره کړی دی، له زده کړو وروسته خپل هېواد ته راستون شو ،چې دجلال اباد ښار د پښتورګو په روغتون کې دنده لری، بعد له وخته ډاکټر لطف الله صادقزی د جلال اباد ښار مخابراتو چوک ماما روغتیا پلازه کې د ځیګر ، د تورزیړی، محرقی او نورو ساری ناروغیو تشخیصص او درملنه کوی. متخصص یو با استعداده شخص دی که کوم هیوادوال د ددغه ناروغیو کړیږی نو د متخصص صیب سره د نږدی نه په تماس کی شی
د نمبر اخیستلو شماره 0782443882/0766869541

30/05/2023

د سيمې او نړۍ د کره او دقيقو معلوماتو لپاره د اخترګل سيلاب پاڼه لایک کړئ.

journalist

 داکتر احمد شکیب "ظهیر" در ماه ثور سال ۱۳۶۸ هجری شمسی در یک خانواده روشنفکر در شهر کابل متولد گردید. تعلیمات ابتدایی و م...
13/05/2023



داکتر احمد شکیب "ظهیر" در ماه ثور سال ۱۳۶۸ هجری شمسی در یک خانواده روشنفکر در شهر کابل متولد گردید. تعلیمات ابتدایی و متوسطه را در مکاتب رستم خېل میدان شهر و تهیه مسکن و دوره لیسه را در سال ۲۰۰۷ در مکتب آزادخان به درجه اعلی (اول نمره عمومی) به اتمام رسانید.

بعداً با سپری نمودن موفقانه امتحان کانکور شامل پوهنځی طب معالجوی پوهنتون طبی کابل گردید و در سال ۲۰۱۵ سند فراغت (MD) را بدست آورد.

پس از گذراندن امتحان انترنس وزارت صحت عامه شامل برنامه اکمال تخصص گردید و در سال ۲۰۱۸ سند تخصص را در بخش داخله عمومی بدست آورد. در این مدت برنامه های آموزشی الکتروکاردیوگرافی، التراسونوگرافی، ایکوکاردیوگرافی و اندوسکوپی را نیز به اتمام رسانید.

بعد از سپری نمودن موفقانه امتحان رقابت آزاد و شمولیت در برنامه ملی کنترول سرطان (NCCP) منحیث متخصص در دیپارتمنت امراض سرطانی (آنکولوژی) شفاخانه جمهوریت توظیف گردید.

سپس جهت فراگیری تحصیلات فوق تخصصی عازم کشور هندوستان گردید و سند فیلوشپ را در رشته امراض خون، سرطان ها و پیوند مغز استخوان (Hematology, Oncology & BMT) از شفاخانه فوق تخصصی آرتمس (Artemis Superspecialty Hospital) شهر گورگاو بدست آورد.

علاوتاً بیش از ۱۵ آثار طبی و اجتماعی را غرض ارتقاء سطح علمی و آگاهی دهی جوانان تألیف و ترجمه نموده، که برخی از آنها قرار ذیل اند:

• میتودهای کلینیکی علی
• اناتومی گری، در سه جلد (۱، ۲ و ۳)
• تداوی دوایی امراض داخله
• آمادگی امتحان انترنس شورای طبی
• ستراتیژی ملی کنترول وقایه امراض غیرساری (به زبان های پښتو، دری و انگلیسی)
• حل سوالات امتحان انترنس تخصص (پرنسیپ داخله)
• حل سوالات امتحان انترنس تخصص (پرنسیپ پاراکلینیک)
• آمادگی امتحان تخصص
• خلاصه هستالوژی
• یک مرد و یک موترسایکل، حامد کرزی چگونه به قدرت رسید
• یو سړی او یو موټرسایکل، حامد کرزی څرنگه واک ته ورسید
• کتاب Post Graduate Series: “MCQs in Hematology”

همچنان چندین مقاله های تحقیقى و علمی را در ژورنال های معتبر اروپایی و امریکایی به نشر رسانیده، که قرار ذیل اند:

‌1. Proteoglycan induced coagulopathy in myeloma – A rare phenomenon
https://www.tandfonline.com/doi/abs/10.1080/10428194.2020.1832666.
‌2. Indigenous Equine ATG, Cyclosporine & Eltrombopag Combination Therapy in The Treatment of Severe Aplastic Anemia
https://library.ehaweb.org/eha/2020/eha25th/297914/ragesh.radhakrishnan.indigenous.equine.antithymocyte.globulin.cyclosporine.and.html?f=menu%3D6%2Abrowseby%3D8%2Asortby%3D2%2Amedia%3D3%2Ace_id%3D1766%2Aot_id%3D23229%2Amarker%3D758%2Afeatured%3D16775
‌3. Safety & Tolerability of Autologous Hematopoietic Stem Cell Transplant in Multiple Sclerosis
https://www.professionalabstracts.com/ebmt2020/iPlanner/?fbclid=IwAR210boRQw9flmAbl0aO7UZr1BCXw6cx506Blfu5k_iv3Ldw2W4P0_c13XQ #/presentation/4985
‌4. Acute myeloid leukemia with inv (16) in a 2-year-old body: A diagnostic dilemma
https://www.scientificarchives.com/article/acute-myeloid-leukaemia-with-inv-16-in-a-2-year-old-boy-a-diagnostic-dilemma
‌5. Karyotypic profile of chronic myeloid leukemia in patients diagnosed at tertiary level in Afghanistan
https://www.scientificarchives.com/article/karyotypic-profile-of-chronic-myeloid-leukemia-in-patients-diagnosed-at-tertiary-level-in-afghanistan
‌6. Rare additional chromosomal abnormalities in acute promyelocytic leukemia resulting in rapidly fatal disease
https://onlinelibrary.wiley.com/doi/full/10.1002/jha2.349
‌7. Multiple myeloma with bi-clonal gammopathy presenting with aggressive disease
https://www.scientificarchives.com/article/Multiple-Myeloma-with-Bi-clonal-Gammopathy-Presenting-with-Aggressive-Disease-A-Case-Report
‌8. Acute lymphoblastic leukemia with clinical evolution due to delay in chemotherapy
https://onlinelibrary.wiley.com/doi/10.1002/jha2.483

بعد از تکمیل نمودن برنامه فیلوشپ به منظور خدمتگذاری بهتر به هموطنان گرامی دوباره به کشور عودت نمود و تا فعلاً در بخش همتولوژی و آنکولوژی شفاخانه امیری کمپلکس واقع افشار شهر کابل مصروف خدمت به هموطنان عزیز میباشد.

ډاکټر راحیم الله خپلواک لڼده پيژندنه  ډاکټر رحیم الله خپلواک د محمد اسحاق خپلواک ځوی دننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ،دبړو ...
07/05/2023

ډاکټر راحیم الله خپلواک لڼده پيژندنه
ډاکټر رحیم الله خپلواک د محمد اسحاق خپلواک ځوی دننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ،دبړو قریی کی زیږدلی دي ،لومړنۍ ذدهکړی می دهجرت په دوران کی په پاکستان کی کړی چی وروسته د راستنیدو څخه میاعمر لیسه کی شامل، بیا دولسم صنف يې په ننګرهار عالی لیسی کی تکمیل کړ او د فراغت سند تر لاسه کړ، ٢٠٠٠ کال کی ننګرهار طب پوهنځی ته شامل شو،٢٠٠٧ کال د ننګرهار طب پوهنځی څخه فارغ شو، صحت بخش کی ماستری دپاکستان اباسین پوهنتون ٢٠١١- ٢٠١٢ کی تکمیله کړی، بیا ٢٠١٤ کال کی د تخصص امتحان له لاری عاجل ابن سینا جلدی او زهروی بخش ته شامل شو، یو کال وروسته دولتی بورس باندی چین هیواد ته جلدی او زیبایی کیې په فیلوشیپ ولاړ چی یو کلن پروګرام و، د چین هیواد نه د واپس کیدو وروسته صحت طفل روغتون جلدی بخش ته معرفی شو چی په ٢٠١٨ کال کې یې د تخصص سند د صحت طفل روغتون څخه تر لاسه کړ.
اوسهمال په کابل او ننګرهار د جللدی ناروغیو د درملنې کتنځی لری

03/05/2023

د طب پوهنځي یو شمېر محصلانې وایي، دا چې د تخصص او اکمال تخصص له ازموینو پاتې دي ډېرې اندېښمنې دي.

د طب پوهنځي يوه محصله چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي: "دا واقعاً د انسان په روان باندې اغېز کوي ځکه چې مسلکي پرمختګ نه‌لرې، نه‌شې کولای هېڅ ډول کار وکړې."

دا محصله وایي، هیله یې درلوده چې د اګزیټ او اکمال تخصص ازموینه ورکړي، خو په خبره دا ارمان یې پوره نه‌شو.

نوموړې وایي، که څه هم طالبانو هلکانو ته د اکمال تخصص ازموینې د نوملیکنې نېټه اعلان کړې، خو په خبره یې د نجونو له اګزیت ازموینې کوم خبر نه‌شته.

دا محصله وايي: "د اګزیټ ازموینې نه اخیستل د طبي ټولنې لپاره یوه لویه ضایعه ده. په وروستیو کلونو کې هغه نجونو چې د اګزیټ ازموینه یې نه‌ده ورکړي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. تېر کال ډېرې محصلینې دې ته په تمه وې چې د نارینه وو ورونو سره به یوځای ازموینه ورکړي، خو دا هیله یې پوره نه‌شوه، نارینو ازموینه ورکړه، خو موږ نجونې پاتې شوو."

اسما د طب پوهنځي یوه بله محصله ده.

هغې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د طالبانو د حکومت دا کړنه غیرعادلانه ده چې یوازې له نارینه وو څخه ازموینه اخلي او ښځینه محصلانې له ازموینې بې برخې کوي.

نوموړې وايي: "موږ ته ویل کېږي چې موږ په کال کې دوه د اګزیت ازموینې اخلو، که زر دغه ازموینې هم واخلي، خو یوازې یو قشر ته دي، دا اصلاً عادلانه نه‌ده، ځکه موږ برابر درس ویلی. فکر وکړئ هغه کسان چې اګزیټ ازموینه ورنه‌کړي، تخصص ته لاره نه‌شي موندلی. اوس موږ چمتوالی نیولی، خو له موږ ازموینه نه اخیستل کېږي، دا عادلانه نه‌ده."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په اګزیت ازموینه کې بریالي شوي کسان دې د اکمال تخصص ازموینې ته نوملیکنه وکړي.

په اعلامیې کې راغلي چې دا کسان د غویي میاشتې تر ۲۴مې پورې نوملیکنه کولای شي.

دغه راز سږ کال د اګزیټ ازموینه کې ګډون کوونکي یوازې نارینه وو او نجونې فارغانې تر دې دمه له دې ازموینې محرومې ګرځول شوي.

طالبانو سږ کال د روان کال د فبروري په ۱۸مه د نارینه وو کاندیدانو څخه د اګزیټ ازموینه واخیسته، په دې ازموینه کې ۷ زره او ۵۰ تنو ګډون کړی وو.

د طالبانو د حکومت د طبي شورا مسوولانو هغه وخت اعلان کړی وو چې ۲۷۰۰ ښځینه کاندیدانې کولای شي د طرزالعمل تر وروستي کېدو ازموینه ورکړي.

خو له طب پوهنځي د فارغو شویو ښځینه محصلانو په خبره، تر اوسه د دوی د ازموینې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان که څه هم ژمنه کړې وه چې، په دې اړه به د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب وايي، خو له ژمنې سره یې هم د راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم د طالبانو له حکومته غوښتي وو چې ژر تر ژره دې د نجونو د اګزیټ ازموینې نېټه اعلان کړي.

د یو بېساري پرمختګ او لاس ته راوړنې خبر !!د افغانستان په تاریخ کې د ختیځ زون په کچه په لمړي ځل د سترګې د قرنیی د پیوند  ...
30/04/2023

د یو بېساري پرمختګ او لاس ته راوړنې خبر !!

د افغانستان په تاریخ کې د ختیځ زون په کچه په لمړي ځل د سترګې د قرنیی د پیوند PKP
‏Penetrating keratoplasty کامیاب عملیات په نور د سترګو کلینیک کې تر سره شو چې یو د مغلقو عملیاتونو څخه دی
ټول اهل طب ته مبارک وي
‏Afghanistan society of ophthalmology (ASO)ته دې مبارک وي
دا جراحي دوه اونۍ وړاندې یوې داسې ناروغې ته تر سره شوه چې یوه سترګه یی پخوا له لاسه ورکړې وه او بله سترګه یی هم سورۍ وه خوشبختانه په همدې ورځو کې مونږ قرنیه تر لاسه کړه او نوموړي عملیات مو تر سره کړ.
تصویرونه د جراحي دوران او دوه اونې وروسته حالت ښایی.
نوټ. قرنیه Donate شوې وه مونږ هم پروسیجر سل فیصده مفت تر سره کړ.
پدې لاس ته راوړنه کې د داکتر صیب شریف الله سلیمانزي هڅې د ستایلو دي.
This Big Achievement is Dedicated to Nangarhar Ophthalmology Family

داکتر  زیارمل شیرزی   ډاکټر زیارمل شیرزی په  جلال اباد ښار روښان معالجوی روغتون کې د زړه انجیوګرافی  او  انجیوپلاستی   ی...
25/04/2023

داکتر زیارمل شیرزی
ډاکټر زیارمل شیرزی په جلال اباد ښار روښان معالجوی روغتون کې د زړه انجیوګرافی او انجیوپلاستی یعنی د زړه ناروغانو چې زړه رګونه یې بند وی هغوی ته سټنټ او د زړه بتری اچوی چې مخکې به کڼ شمېر وګړو مجهز روغتون ته د رسیدو مخکې خپل ژوند د لاسه ورکوه خو شکر اوس په جلال اباد ښارکې دغه پورسیجر د ډاکټر زیارمل شیرزی لخوا ترسره کیږی د ډاکټر زیارمل شیرزی د معالجوی طب څخه فارغ
د له فراغت وروسته د داخله څانګه کې تخصص دوره بشپړه کړی او فوق التخصص یی د زړه ناروغیو کې ترسره کړی دی .
او په راتلونکی کی دزړه پچیلۍ پروسیجرونه ته له هیواد څخه بهر څی

د ډاکټر سید راحت حیدری یوه طبي مقاله نړیوال معتبر ژورنال کې خپره شوه.ایچ پایلوري چې یوه عامه روغتیایي ستونزه ده او په دې...
25/04/2023

د ډاکټر سید راحت حیدری یوه طبي مقاله نړیوال معتبر ژورنال کې خپره شوه.

ایچ پایلوري چې یوه عامه روغتیایي ستونزه ده او په دې وروستیو کې ترې زموږه ډېری هېوادوال کړېږي، ددې لپاره چې د اهل طب ټولو لارویانو خصوصاً دې مسلک ته نویو راغلو ډاکټرانو ته د تشخیص او ښې درملنې په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوي وي او ګران هیوادوال هم باکیفیته معیاري خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي، نو په هغه ناروغانو کی چی د هضمي سیستم د پورتنۍ برخې او معدې اعراضو څخه شکایت لري په کې د ایچ پایلوري انتان او د خطر فکتورونو مطالعه تر عنوان لاندې مې څېړل شوې مقاله په یوه نړیوال معتبر ژورنال(Journal of health,medicine and clinical studies) کې خپره شوه.
موږ د معالجې او تدریس سربېره تحقیق کې هم اهل طب لارویانو ته دناروغیو تشخیص او دلا ښې درملنې په برخه کې هڅې دوامداره ساتو.
زه ژمنه کوم چې د داخلې اړوند ګڼو موضوعاتو کې به د څېړنې دا لړۍ نوره هم ګړندۍ کړم ترڅو ټول ډاکټر صاحبان ترې د خپلو تخصصي زده کړو او معالجه کې په ښه شکل استفاده وکړي او هیوادوالو ته هم په درملنه کی لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
هیله ده چې د موضوع اړوند مې دڅېړنې حق ادا کړی وي.
ځای دی چې د سپین غر له رهبرۍ، استاد امین ستانکزي او استاد پوهنمل ملیار رحماني له همکاریو هم مننه وکړم.
مقاله په لاندې لېنکونو او ادرسونو کې موندلی شئ
https://gprjournals.org/journals/index.php/JHMCS/article/view/137

https://doi.org/10.58425/jhmcs.v2i1.137
www.gprjournals.org

https://www.researchgate.net/publication/370044029_Prevalence_and_Associated_Risk_Factors_of_Helicobacter_Pylori_Infection_among_Patients_Complaint_Upper_Gastrointestinal_Tract_Symptoms

د روغتیاوزارت د تخصص پروګرام رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر تازه څرګندونيد تخصص ازموينې په اړه بيخي تازه٫ کره او دقيق معلومات ...
25/04/2023

د روغتیاوزارت د تخصص پروګرام رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر تازه څرګندوني

د تخصص ازموينې په اړه بيخي تازه٫ کره او دقيق معلومات
د اکمال تخصص محترم ريس ډاکټر صيب حيدر عمر نن د ننګرهار سيمه ايز تخصصي روغتون له ټريني متخصصينو سره په خبرو کې:

لومړي: د تخصص د ازموينې نيټه به راتلونکو دري ورځو کې اعلان شي او ثبت نام به پنځلس ورځې دوام وکړي.
دوهم: د ازموينې پوښتنې به پنځوس سلنه انګليسي او پاتي پنځوس سلنه په دواړو ملي ژبو وي.
دريم: د مايکرو بيولوژي د تغير موضوع باوري ده او بدله شوي ده.

څلورم: د ازموينې انتخابونه هم دری شول٫ مطلب داچې يو ډاکټرصيب کولاي شي لومړي انتخاب کابل٫ دوهم ننګرهار او دريم انتخاب بغلان وکړي.
پنځم: د تخصص ازموينه به انشالله نور په کال کې دوه ځل اخيستل کيږي.
شپږم: سږ کال ولنټئر ټرينيان هم معرفي کيږي خو په معيار برابر٫ مثلآ د يو بست وروستي کاميابۍ نومره ۷۵ ده او يو ډاکټرصيب ۷۴ اخيستي٫ نو حق الاولیت د همدي ډاکټرصيب دي٫ همدا به هغه بست ته ولنټئر معرفي کيږي.

د اناثو تخصص نیټه تراوسه نده معلومه چې ازموینه به واخیستل شی یانه
کاپی

د ډاکټر میرویس حنفي په اړه د یو ناروغ د خولي حقیقت: ناروغ له کابل څخه ننګرهار ته ددې لپاره راغلي وو چې درملنې په موخه پا...
24/04/2023

د ډاکټر میرویس حنفي په اړه د یو ناروغ د خولي حقیقت:
ناروغ له کابل څخه ننګرهار ته ددې لپاره راغلي وو چې درملنې په موخه پاکستان هېواد ولاړ شی، کله چې ناروغ جلال اباد ته راځي دلته د پاکستان د تګ لپاره ناروغ ته کوم ټکټ ورکول کيږی هغي یې ترلاسه کړي وو، ناروغ مخ په تورخم شوی ، خو په تورخم کې د پاکستان هیواد لخوا ګمارل شوی کمیسون دی د هغوی لخوا ناروغ ته د تګ اجازه نه ورکړل شوی، کله چې ناروغ د تورخم څخه بیرته جلال اباد ته راځې دلته ډاکټر میرویس حنفی ادرس چا ورکړی وؤ، ډاکټر میرویس حنفی ناروغ کتلی د معدی اندوسکوپی معاینه او ترڅنګ يې یوه لابرتوری معاینه دغه ناروغ ته ترسره کړي، ډاکټر صیب حنفی تشخیص ته ځان رسولی وو، د ناروغ نسخه ما ولیده فقد دری قلمه دوایي ورته لیکلی وه، چې قیمت يې ۶۰۰ افغاني کیده، ناروغ بیرته کابل ته تللی وه، خو پدې درملو او معاینی سره د ناروغ تسلی نده شوی ځکه د نوموړي ناروغ زیاته درملنه ترسره شوی وه نتیجه يې نه ورکړی، ناروغ د پاکستان ویزه په ۲۵۰ اخیستله وه، کله چې ناروغ پاکستان ته تللی وه هلته یو پروفیسور ته ورغلي وو هغه چې کله دغه معانات کتلی ناروغ ته ویلی چې وروره ډاکټر صیب حنفی چې کوم تشخیص او درملنه ترسره کړي همدغه دي داویې او ته همدا تکلیف لري همدغی دوایی ته ادامه ورکړه ترڅو ښه شی. اوس راځو دي ته موږ خپل وطن کې داسې کدرونه لرو ولي بهرنیو هیوادونو ته د درملني په موخه ځو راځي د خپل هیواد په واقعي متخصیصنو باور وکړئ.
وقعیت په ننګرهار کې د معدې تکړه ډاکټر میرویس حنفی دي
نوټ: که چيري ضرورت شو د ثبوت په ډول به د ناروغ ویډیو د افغانستان طبي تلویزیون څخه وګورئ.

15/03/2023

د ډاکټر صاحب محبت خان عبدالرحیمزي ژوند په تړاو لنډ معلومات.

د خواشینۍ خبر!د کامې روغتون سر طبیب او د کوچنیانو متخصص ډاکتر محبت عبدالرحیمزي تيره شپه په شهادت ورسېد.انالله وانا الیه ...
13/03/2023

د خواشینۍ خبر!
د کامې روغتون سر طبیب او د کوچنیانو متخصص ډاکتر محبت عبدالرحیمزي تيره شپه په شهادت ورسېد.
انالله وانا الیه راجعون

افغانې فعالې میرمن، ډاکترې ذاکره حکمت ته د ۲۰۲۳ کال د زړورتیا نړیواله جایزه ورکړل شوه.
09/03/2023

افغانې فعالې میرمن، ډاکترې ذاکره حکمت ته د ۲۰۲۳ کال د زړورتیا نړیواله جایزه ورکړل شوه.

08/03/2023
د طبي شورا د Exit ازموینې د د شکایتونو پایلې اعلان شوېنتیجه شکایات امتحان Exit شورای طبی اعلان شدhttps://sites.google.co...
04/03/2023

د طبي شورا د Exit ازموینې د د شکایتونو پایلې اعلان شوې
نتیجه شکایات امتحان Exit شورای طبی اعلان شد
https://sites.google.com/view/nexa-results/complain_results

د طبي شورا د Exit ازموینې له پایلو څخه د را رسیدلې شکایتونو پایلې

د افغانستان طبي شورا دولتي ازموينه په تړاو د افغانستان طبي شورا رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان وايي د اميرالمؤمنين د حکم اساس ...
03/03/2023

د افغانستان طبي شورا دولتي ازموينه په تړاو د افغانستان طبي شورا رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان وايي د اميرالمؤمنين د حکم اساس 60 فيصده د کاميابۍ نمري دي کوم محصل چې له 60 فيصدو څخه کمي نمري اخيستې هيڅ ډول همکاري ورسره نه ترسره کېږي. ډاکټر عثمان وايي هغه ګډون کونکي چې په دغه ازموينه کې بريالي شوي نه وي راتلونکي ازموينې ته دي خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.

يو غوره اقدام د هغه ډاکټر صاحبان لپاره  چې په دولتي ازموينه کې د کاميابۍ نمبرې نه وي ترلاسه کړي ددغې زرين چانس څخه استفا...
01/03/2023

يو غوره اقدام
د هغه ډاکټر صاحبان لپاره چې په دولتي ازموينه کې د کاميابۍ نمبرې نه وي ترلاسه کړي ددغې زرين چانس څخه استفاده وکړئ د زوم پروګرام څخه په انلاين ډول يوازې په 1000 افغانی مياشتني فيس سره په خپل کور کې د ايکزیټ ازموينې لپاره امادګي ونيسئ.
د صنف شروع د روان کال د مارچ 10 نيټه

22/02/2023

د اګزېټ اکزام دولتي ازموينې نمرې به ډېر ژر له همدې ادرس څخه له تاسې سره شریکې شي.

ځانګړې خپرونه :د روغتيا وزارت د تخصص پروګرام رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر سره د ورستیو پريکړو په تړاو.د تخصص پروګرام ايکزیټ ...
27/01/2023

ځانګړې خپرونه :
د روغتيا وزارت د تخصص پروګرام رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر سره د ورستیو پريکړو په تړاو.
د تخصص پروګرام ايکزیټ ازموينې او همدارنګه د شپږ مياشتني التراسوند بنديز او په راتلونکې وخت کوم پلانونه په نظر کې لري.
که تاسو کومه پوښتنه يا نظر لرئ له موږ سره يې کمنټ کې شريک کړئ.
ډېر ژر ........ له همدې ځايه کتلئ شئ
کوربه ډاکټر شکیل يوسفزی

13/01/2023

پاکستان خپلو هغو نجونو محصلینو ته خپلو طبي پوهنتونو کې داخله ورکوي چې افعانستان کې یې زده کړې کولې.
د افغانستان پوهنتونو کې له ۱۲۰ زیاتې پاکستانیانې په زده کړو بوختې وې.

د ویاړ وړ ځوان افغان ډاکټر 🌷 داکتر جوان و قابل افتخار افغانداکتر ننگیالی محمدی فارغ التحصیل پوهنتون طبی کابل امتحان طبی ...
13/01/2023

د ویاړ وړ ځوان افغان ډاکټر 🌷 داکتر جوان و قابل افتخار افغان
داکتر ننگیالی محمدی فارغ التحصیل پوهنتون طبی کابل امتحان طبی بریتانیا (MRCP/Part1) را به مؤفقیت سپری نمود.
این دستآورد پرارزش علمی به داکتر محمدی،‌ خانوادهٔ گرامی و همه افغان ها مبارکباد. به آرزوی خدمات بیشتر شان به بشریت و ملت افغان
ډاکټر ننگیالی محمدی د کابل طبی پوهنتون فارغ التحصیل در بریتانیا طبی امتحان کی په لوړه درجه بریالی شو. دا ستره علمی لاس ته راوړنه دی ډاکټر محمدی، درنی کورنی او ټولو افغانانو ته مبارکه وی. ډاکټرصاحب ته د بشریت او افغان ملت ته د لاخدمت په دعا.
ناصر اوریا * ۱۲ جنوری ۲۰۲۳ - تکزاس Naser Oria

د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د مورګۍ کلي اصلي اوسېدونکې دوکتور پري ګل شینوارې دلندن پوهنتون څخه په سرطاني ناروغيو...
10/01/2023

د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د مورګۍ کلي اصلي اوسېدونکې دوکتور پري ګل شینوارې دلندن پوهنتون څخه په سرطاني ناروغيو کی د دوکتورا سند تر لاسه کړ.

08/01/2023

لدي وروسته چې څوک په افغانستان يا کوم بهرني هېواد څخه تخصص ترلاسه کوي د روغتيا وزارت د اکمال تخصص رياست به له دوي څخه د تخصص ايکزيټ ازموينه اخلي. او دغه ازموينه د راتلونکي 1402 کال حمل مياشت څخه عملي کيږي
ډاکټر محمد حيدر عمر د روغتيا وزارت اکمال تخصص رئيس

Address

Bara

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan Medical TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghanistan Medical TV:

Videos

Share

Nearby health & beauty businesses