04/08/2026
السلام علیکم دوستانو!
نن یو ناروغ زموږ کلینیک ته راغی چې د تیرو درو ورځو راهیسی یی د ستوني د ناارامۍ او د بهرني جسم د احساس شکایت درلود. د معاینې پر مهال مو ولیدل چې د ناروغ په ستوني کې Leech (ژوره) نښتی وه.
چی په کامیاب ډول مو ځنی راوایست. د ژوره نښتل، که څه هم کم پېښېږي، خو د کلیوالو سیمو او د ناپاکو اوبو د څښلو یا لامبلو له امله رامنځته کېدای شي.
د ژورۍ د بلع مهمې نښې نښانې عبارت دي له:
• له ستوني یا پزې څخه وینه راتلل
• د ستوني درد یا د بهرني جسم احساس
• د تیرولو ستونزه
• کله کله غږ بدلېدل
• په ځینو مواردو کې د ساه اخیستلو ستونزه
که په ویاله کی د لمبیدو وروسته دا ډول نښی ولری نو ژر تر ژره یو ENT داکتر ته مراجعه وکړی مننه او درنښت.