Dr.suhrab khan shenwari

Call Directions

Dr.suhrab khan shenwari pediatrician and non invasive echocardiologist

دوکتور سهراب خان شینواریمتخصص داخله اطفال و ایکوکاردیولوجستمحل وظیفه: شفاخانه صحت طفل اندراګاندی، کابلمسئول بخش ایکوکارد...
28/10/2026

دوکتور سهراب خان شینواری
متخصص داخله اطفال و ایکوکاردیولوجست
محل وظیفه: شفاخانه صحت طفل اندراګاندی، کابل
مسئول بخش ایکوکاردیوګرافی شفاخانه صحت طفل
خدمات تخصصی
- تشخیص و ارزیابی امراض قلبی اطفال
- تشخیص و پیگیری بیماری‌های مادرزادی قلب
- تشخیص سوراخ‌های قلبی اطفال، از جمله:
- ASD — سوراخ بین دهلیزها
- VSD — سوراخ بین بطین‌ها
- PDA — بازماندن مجرای شریانی
- تشخیص و ارزیابی بیماری‌های پیچیده مادرزادی قلب (Complex CHD)
- تشخیص و ارزیابی بیماری‌های قلبی مانند:
- TOF — تترالوژی فالوت
- D-TGA — جابه‌جایی شریان‌های بزرګ
- انجام و تفسیر اکوکاردیوگرافی قلب اطفال
- پیگیری و ارزیابی وضعیت قلبی اطفال بر اساس نتایج اکوکاردیوگرافی
با احترام،
دوکتور سهراب خان شینواری
متخصص داخله اطفال و ایکوکاردیولوژیست
مسئول بخش ایکوکاردیوگرافی شفاخانه صحت طفل اندراگاندی، کابل

12/10/2026

09/10/2026

ډاکټر؛ د سپین چپن تر شا یو ستړی انسان!ډاکټر هم انسان دی…هغه هم ستړی کېږي، خپه کېږي، کورنۍ او اولادونه لري؛ خو بیا هم سها...
23/08/2026

ډاکټر؛ د سپین چپن تر شا یو ستړی انسان!

ډاکټر هم انسان دی…
هغه هم ستړی کېږي، خپه کېږي، کورنۍ او اولادونه لري؛ خو بیا هم سهار وختي روغتون ته ځي، د ناروغانو دردونه اوري او هڅه کوي چې د هر ناروغ لپاره د خپلې وسې تر حده خدمت وکړي.
په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو زیات ازدحام، د امکاناتو کموالی، د کار اوږده ساعتونه او د ناروغانو د شمېر په پرتله د ډاکټرانو کموالی، ډاکټر له جسمي او رواني پلوه ډېر ستړی کوي. کله ناکله یو ډاکټر اړ وي چې په څو ساعتونو کې د لسګونو ناروغانو معاینه وکړي؛ خو بیا هم له هغه څخه تمه کېږي چې د هر ناروغ لپاره کافي وخت، پوره توجه او بې‌نقصه پرېکړه وکړي.
که په داسې شرایطو کې کومه تېروتنه یا نیمګړتیا رامنځته شي، باید د ستونزې ریښه هم ولټول شي؛ نه دا چې ټول ډاکټران په یوه نوم یاد او د «قصابانو» خطاب ورته وشي.
هو، په طبي مسلک کې به نیمګړتیاوې او حتی مسلکي تېروتنې هم موجودې وي، او هره تېروتنه باید په مسلکي او قانوني ډول وڅېړل شي؛ خو د څو کسانو کړنې باید د زرګونو هغو ډاکټرانو د سپکاوي سبب نه شي چې د لږو امکاناتو، ټیټو معاشونو او سختو شرایطو سره سره د خلکو خدمت کوي.
ډاکټر د خلکو دښمن نه دی؛ ډاکټر هم د همدې ټولنې یو غړی دی.
راځئ د ناروغ حق هم وساتو او د ډاکټر عزت هم.
راځئ د شکایت پر ځای د اصلاح غوښتنه وکړو، د سپکاوي پر ځای د مسلکي حساب غوښتنه وکړو، او د ستونزې پر ځای د حل لاره ولټوو.
ځکه چې روغتون هغه ځای دی چې ناروغ د ژوند لپاره امید ته راځي، او ډاکټر هغه څوک دی چې باید د همدې امید د ساتلو لپاره تر خپله وسه مبارزه وکړي.
درناوی ناروغ ته، درناوی ډاکټر ته؛ او حساب ورکول د هر چا لپاره!





#افغانستان

19/08/2026

20/07/2026
الحمدلله، د ژوند په مسلکي سفر کې یو نوی او ویاړلی پړاو! په ډېرې خوښۍ او د لوی الله تعالی په شکر سره غواړم له خپلو قدرمنو...
14/07/2026

الحمدلله، د ژوند په مسلکي سفر کې یو نوی او ویاړلی پړاو!

په ډېرې خوښۍ او د لوی الله تعالی په شکر سره غواړم له خپلو قدرمنو دوستانو، همکارانو او درنو هېوادوالو سره دا د خوښۍ خبر شریک کړم، چې زه ډاکټر سهراب خان شینواری د کابل صحت طفل (اندرګاندي) روغتون کې د کوچنیانو د داخله قلبي ناروغیو او ایکوکاردیوګرافي متخصص (Pediatric Echocardiologist) په توګه په نوې دنده وګمارل شوم.
دا مسؤلیت زما لپاره یوازې یوه نوې دنده نه، بلکې د مسلکي ژوند یو نوی فصل او د هېواد د ماشومانو د خدمت لپاره یو ستر امانت دی. هیله او هوډ لرم چې د خپلې مسلکي پوهې، تجربې او وړتیا په رڼا کې، په ځانګړي ډول د زړه په ناروغیو اخته ماشومانو ته، په پوره اخلاص، ژمنتیا او مسؤلیت سره خدمت وکړم.
په دې مهم پړاو کې د کابل صحت طفل روغتون له محترم ریس صیب.محترم سرطبیب ډاکټر خیبر سهاک صاحب، د کلینیک له محترم آمر ډاکټر محمدالله رسولي صاحب او د روغتون له ټولو درنو طبي او اداري پرسونل څخه د دوی د باور، ملاتړ او نیکې همکارۍ له امله د زړه له کومې مننه او قدرداني کوم.
همدارنګه له خپلو هغو نږدې او قدرمنو ملګرو څخه ځانګړې مننه کوم، چې په دې مسیر کې یې راسره اوږه په اوږه، په اخلاص او صادقانه ډول پوره همکاري کړې ده. ستاسو ملاتړ، هڅونه او نېکې هیلې زما لپاره د قدر وړ دي او هېڅکله به یې هېر نه کړم.
له لوی او مهربان الله تعالی څخه غواړم چې په دې نوي مسؤلیت کې راته د لا زیاتې پوهې، مسلکي پرمختګ او صادقانه خدمت توفیق را په برخه کړي، ترڅو د خپلو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د هېواد د ماشومانو لپاره د خدمت وسیله وګرځم.

په درنښت
ډاکټر سهراب خان شینواری
د کوچنیانو د داخله قلبي ناروغیو او ایکوکاردیوګرافي متخصص
Pediatric Echocardiologist
کابل صحت طفل (اندرګاندي) روغتون

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړهد روغتیا نړیوال سازمان (WHO...
09/07/2026

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري تولید شوي د ACCUPAQUE (Iohexol)، VISIPAQUE (Iodixanol) او OMNIPAQUE (Iohexol) انجکشني کانټراسټ درملو ځینې بېچونه د جدي کیفیتي ستونزې له امله د ناروغانو روغتیا ته خطر پېښولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د یادو درملو د ۱۰۰ ملي لیتري پلاستیکي بوتلونو په ځینو بېچونو کې فلزي ذرات موندل شوي، چې د تزریق پر مهال د وینې جریان ته د داخلېدو په صورت کې د رګونو بندښت، د تنفسي ستونزو، د زړه او دماغې سکتې، د بدن د غړو زیان او آن د ناروغ د مړینې لامل کېدای شي.
له همدې امله، له ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو، تشخیصيه او رادیولوژي مرکزونو، درملتونونو، واردوونکو او اړوندو روغتیايي بنسټونو څخه غوښتنه کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په خبرداري کې د ذکر شویو اغېزمنو بېچونو له کارولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي، موجودې زېرمې وڅېړي، د شکمنو محصولاتو له وېش او کارونې مخنیوی وکړي او د اړتیا په صورت کې یې اړوندو مسؤلو ادارو ته راپور ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت د ناروغانو د روغتیا او خوندیتوب د خوندي کولو په موخه د دې موضوع جدي څارنه کوي او له ټولو اړوندو بنسټونو څخه غواړي چې د یادې خبرتیا له لارښوونو سره سم کړنې تر سره کړي.
یادونه: د پورته ذکر شويو درملو لېست د لاندې لېنک له لارې موندلای شئ.

https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-07/n1_2026_contrast-media_en.pdf

Address

Kabul
Shahr-e Now

Telephone

+93789161621

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.suhrab khan shenwari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share